ايران د حجاب کړنلار پلي کولو لپاره ډرونونه او اپونه کاروي

د عکس سرچینه، EPA
- Author, اېموجين فوکس
- دنده, جينيوا کې د بي بي سي خبرياله
- Author, ټام مکارتر
- دنده, بي بي سي نيوز
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
ملګري ملتونه وايي ايران د مخالفت ځپلو لپاره ډرونونه او د تنګولو ډيجيټل ټکنالوژي کاروي، په تېره بيا هغو ښځو ترمنځ چې د جامو په اړه د اسلامي جمهوريت سخت کړنلار ته له غاړې ايښودو ډډه کوي.
پلټونکي وايي د ايران امنيتي چارواکي د دولت تر څار لاندې د خپلسرو کړووړو سټراټيژي کاروي، او له مخې یې خلک هڅوي چې د ټکسيو او امبولانسونو په څېر شخصي ګاډو کې د جامو له کړنلارو د سرغړونو پر سر د ښځو راپور ورکولو لپاره د ټليفون ځانګړي اپونه وکاروي.
د دوی دغه نوي راپور کې د ډرونونو او امنيتي کامرو زياتېدونکې کارونې يادونه هم شوې، چې له مخې يې تهران او د ايران جنوب کې د حجاب پلي کولو بهير څاري.
هغه ښځې چې دا قانون ننګوي او يا یې پر وړاندې احتجاج کوي، سختو پايلو سره مخامخېږي، نيول کېږي، وهل کېږي او يا ان د بند پر مهال جنسي تېری پرې کېږي.
د ايران اسلامي جمهوريت په اړه د واقعيتونو موندلو خپلواک نړيوال ماموريت دا موندنې، وروسته له هغه خپرېږي، چې تېر کال یې پتېيلې وه، د دغه هېواد مذهبي حکومت د هغه "فيزيکي تاوتريخوالي" مسئوليت پر غاړه لري چې له امله یې مهسا اميني ۲۰۲۲ کال کې د بند پر مهال مړه شوه.
عيني شاهدانو ويل دا ۲۲ کلنه کوردۍ پېغله د ګشت ارشاد يا چلن پوليسو له لوري د بند پر مهال سخته وهل شوې وه، خو چارواکو دا خبره ردوله چې ناوړه چلن دې ورسره شوی وي، او د مرګ لامل یې "د زړه ناڅاپه درېدا" ياده کړې وه. د دې مرګ، په زور نيونو او زنداني کولو ګواښونو سره سره د احتجاجونو پراخه څپه وپاروله، چې لا هم روان دي.
راپور وايي "د ۲۰۲۲ کال سپتمبر کې د دغو احتجاجونو له پیله دوه نيم کاله وروسته، ايران کې ښځې او نجونې لا هم په قانون او عمل کې، په تېره بيا د اجباري حجاب پلی کولو سره په تړاو له منظم توپيري چلن سره مخامخېږي، چې د دوی د ژوند هر اړخ ته ورغځېږي".
"دولت په زياتېدونکي ډول د دولت تر څار لاندې پر خپلسرو کړووړو تکيه کوي، يو داسې ښکاره هڅه کې چې حجاب پلي کولو کې کاروبارونه او کسان هم ورشاملوي، او دا يو ډول مدني مسئوليت ښيي."
راپور ويلي د تهران امير کبير پوهنتون دروازه کې چارواکو د هغو ښځو موندلو لپاره د څېرې پېژندلو سوفټېر يا نرمکالی لګولی چې حجاب يا پړونی نه پرسروي.
د ايران پر لويو لارو څار کامرې هم د هغو ښځو لټون لپاره کارېږي چې ځانونه یې نه وي پوښلي.
پلټونکو دا هم ويلي، دوی د "ناظر" په نامه موبايل ټليفون اپ ترلاسه کړی، چې د ايران پوليسو وړاندې کړی دی. دا اپ د خلکو "باور وړ" کسانو او پوليسو ته د دې لار هواروي چې دامبولانسونو، بسونو، مېټرو، موټرو او ټکسيو په ګډون ګاډو کې د ناپوښل شوو ښځو راپور ورکړي.
راپور ويلي "کاروونکي ځای، نېټه، وخت او د ګاډي پالېټ شمېره ورزياتولی شي، چې د اجباري حجاب دا سرغړونه په کې شوې ده، چې ورپسې دا ګاډی پر انټرنېت په نښه کېږي او پوليس خبرېږي".
د راپور له مخې يو لیکلی پيغام بيا د ګاډي ثبت شوي څښتن ته استول کېږي، خبرداری ورکول کېږي چې د اجباري حجاب له قانونه سرغړونه کې ګير شوي دی. راپور زیاته کړې، د دغه خبرداري له پامه غورځولو له امله ښايي ګاډي ضبط يا ونيول شي.
د ملګرو ملتونو پلټونکو نژدې ۳۰۰ قربانيانو او عیني شاهدانو سره مرکې کړې، دوی د ايران قضايي سيستم ته هم ژوره کتنه کړې، چې دوی وايي هېڅ ريښتيني خپلواکي نه لري. د دوی د راپور له مخې د ځورونې او نورو سرغړونو قربانيان هم ربړول شوي داسې حال کې چې کورنۍ يې په منظم ډول ډارول شوې دي.
دوی د دريو ماشومانو او دريو غټانو احتجاجيانو خپلسرو وژنو بېلګې هم موندلې، چې وروسته د دولت له لوري رد شوې او ځانوژنې بلل شوې دي.
راپور بند کې د جنسي تاوتريخوالي نورو پېښو پخلی هم کړی، او د يوې نيول شوې ښځې پېښه یې ياده کړې، چې ډېره سخته وهل شوې وه، دوو تمثيلي اعدامونو سره مخامخ شوې وه، جنسي تېری او بيا پرې ډله ييز جنسي تېری شوی و.
دا راپور به د مارچ پر ۱۸ مه د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته وړاندې کېږي.






















