متقي د مسکو فارمټ غونډې په تړاو: د سیمې له هېوادونو سره مو اړیکي پر پراخېدو دي

د ویډیو تشریح، له امیرخان متقي سره د مسکو فارمټ غونډې په اړه مرکه
متقي د مسکو فارمټ غونډې په تړاو: د سیمې له هېوادونو سره مو اړیکي پر پراخېدو دي
د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي، چې د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی، وايي د سیمې له هېوادونو سره د دوی اړیکي په پیاوړي کېدو دي.

د بي‌بي‌سي سپين تڼي له هغه سره د دې ناستې او هلته د نورو ګډونوالو هېوادونو له چارواکو سره د نوموړي د لیدنو په اړه مرکه کړې.