بېروت کې د حزب‌الله پر تاسیساتو د اسرائيل تازه بریدونه

د ویډیو تشریح، بېروت کې د حزب‌الله پر تاسیساتو د اسرائيل تازه بریدونه
بېروت کې د حزب‌الله پر تاسیساتو د اسرائيل تازه بریدونه
د خپرېدو وخت

د اسرائيل پوځ وايي‌ د یکشنبې پر ورځ یې د لبنان پلازمېنه بېروت کې د حزب‌الله پر اړوندو تاسیساتو نور بریدونه کړي‌ دي.‌

تر اوسه په دغو بریدونو کې د اوښتې مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د اسرائيل د لومړي‌ وزیر دفتر ویلي، دغه بریدونه حزب‌الله لخوا د اسرائيل پر شمال د بریدونو په ځواب کې شوي.‌

دا بریدونه داسې مهال تبادله کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن یکشنبه د جون ۱۴مه له ایران سره د سولې هوکړې د لاسلیکېدو د احتمال خبر ورکړی.

خو تهران ټینګار کوي چې‌ که د سولې هوکړه کېږي، نو اسرائيل به هم پر لبنان بریدونه دروي.‌