ویر کوونکي د وژل شویو تابوتونه لېږدوي

د ویډیو تشریح، ویر کوونکي د وژل شویو تابوتونه لېږدوي
د خپرېدو وخت

د ایران د ولسمشر ابراهیم رئيسي له وژل کېدو درې ورځې وروسته، تبریز ښار کې د هغه د جنازې مراسم پیل شوي دي. د هغه مړی به وروسته قم او بیا تهران ته ولېږدول شي او هلته به د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله خامنه‌يي د چارشنبې به ورځ د مراسمو مشري کوي. رئیسي به د پنجشنبې یا جمعې په ورځ په خپل پلرني ټاټوبي مشهد کې خاورو ته وسپارل شي. په پام کې ده چې د هغه جنازې ته به د سوریې، عراق او لبنان په شان د عربي هېوادونو سیاستوال ګډون وکړي.