طالبانو الله ګل مجاهد نیولی، زوی یې 'دسیسه' ګڼي

د خپرېدو وخت

طالبانو د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی الله ګل مجاهد چې لانجمنه څېره بلل کېږي، د "قتل" په یوه قضیه کې د لاس لرلو په شک نیولی دی.‌

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر ټوېټر لیکلي: "الله ګل مجاهد د مقتول قارى سعيدالله په قضیه کې چې په ۹ـ۱۲ـ۱۴۰۲ تاریخ وژل شوی، مظنون دی. موجود مدارک، شواهد او د قضیې د تحقیق ډول ایجاب کوي چې د نوموړي آزادي محدوده شي. له دې امله یې د تحقیق تر بشپړېدو او د صلاحیت لرونکې محکمې تر حکمه په توقیف کې د پاتې کېدو تصمیم ونیول شو."

په کابل کې د طالبانو د پولیسو یوې سرچینې بي‌بي‌سي ته وویل، چې د یاد تن د وژنې په اړه دوه نور کسان نیول شوي او د هغوی له پوښتنې ګروېږنې وروسته الله ګل مجاهد هم نیول شوی دی.

د الله ګل مجاهد زوی بي‌بي‌سي پښتو پاڼې ته ومنله، چې پلار یې طالبانو نیولی او وايي چې دا د یوې "دسیسې" په پایله کې نیول شوی چې په خبره یې نه یې پلار او نه هم دوی ترې خبر وو.

د الله ګل مجاهد زوی وايي، کله یې چې پلار بېرته افغانستان ته ستون شو، "دا دسیسه بیا ورته جوړه شوه."

دی وايي، پلار یې د طالبانو له کورنیو چارو وزارت سره دی او کورنۍ یې نه پوهېږي چې ولې نیول شوی دی.

تېر کال الله ګل مجاهد بي‌بي‌سي سره په یوه مرکه کې ویلي وو، داسې هېڅ تمه یې نه وه چې طالبان به ناسم چلن ورسره کوي.

ښاغلي مجاهد یو څه موده په ترکیه کې و. پر نوموړي د ځمکې د غصب او زور زیاتي تورونه هم شته، هغه بي‌بي‌سي ته ویلي وو چمتو دی چې محکمې ته د ځان سپينولو لپاره ولاړ شي.

ښاغلي مجاهد تېر کال له بي‌بي‌سي سره یوه مرکه کې ویلي وو، د طالبانو په حکومت کې به له هغو کسانو سره "محکمو کې شریعت" کوي چې وړم کال یې له نوموړي سره په کابل کې ناسم چلن کړی و.

ښاغلی مجاهد له افغانستان نه له وتلو مخکې کابل کې طالبانو نیولی و، په یوه رېنجره کې کېنولی و او طالب ساتونکو پرې ملنډې وهلې. دا وېډیو پر خواله رسنیو ډېره لاس په لاس شوې وه.

نوموړي دا هم ویلي وو، چې وړم کال د ترکیې حکومت ۲۴ ساعته وخت ورکړی و، چې له دغه هېواده ووځي.

ښاغلي مجاهد له ترکیې نه تهران ته ولاړ او هلته تهران کې یې د طالبانو له سفیر سره هم کتلي وو او رسنیو کې یې تهران کې د طالبانو له سفیر سره اخیستل شوی یو انځور لاس په لاس شوی و.