د کړکېچ نړيواله ډله: افغان کروندګرو سره د کوکنارو بدیل لپاره پراخو مرستو ته اړتيا ده
د کړکېچ نړيواله ډله: افغان کروندګرو سره د کوکنارو بدیل لپاره پراخو مرستو ته اړتيا ده
د خپرېدو وخت
د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، که څه هم طالبان افغانستان کې د کوکنارو پر کښت د بنديز په اړه جدي ښکاري، خو دغه بنديز ښايي د اقتصادي ستونزو له کبله اغېزمن شي.
ای سي جي ويلي، دغه بنديز د کوکنار کرکيله په تېزۍ کمه کړې، خو افغانستان کې توليد شوي، نشه يي توکي لا هم نړيوال بازار ته لار مومي، کاروباريان یې زېرمه کړي نشه يي توکي پلوري او ځينې کروندګرد بنديز پر وړاندې مقاومت کوي.
دغه ډله وايي افغانستان کې کروندګرو سره مرستې لپاره لویې پانګونې ته اړتيا ده، چې د انارو، انځرو، بادامو يا پستې په څېر د ګټې وټې وړ کښتونه ولرلی شي.
د کړکېچ نړيوالې ډلې سپارښتنه کړې، چې سيمه ييز او نړيوال فعال اړخونه دې د دې لپاره چې د کوکنارو پر کيلې بنديز کارنده ثابت شي، له طالبانو سره عمل کې ښکېل شي.



