تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا کې لسګونه زره بېبرخلیکه افغان کډوالو ته لنډمهالي اسناد ورکول شوي
د امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت یوشمېر هغو افغان اتباعو ته چې په ځانګړو شرایطو کې له خپل هېواده ایستل شوي دي، په امریکا کې د اوسېدو لپاره ۱۸ میاشتې نور وخت ورکړی چې دا په امریکا کې د دایمي استوګنې په معنی نه ده.
د امریکا د کورني امنیت وزارت د اعلامیې له مخې، په دغه پرېکړه لیک کې هغه ۷۴ زره افغان پنا غوښتونکي شامل دي چې د ژغورنې عملیاتو په ترڅ کې دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.
د امریکا د کډوالۍ وزارت چارواکو ویلي، هغو افغانانو چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی او د ژغورنې له عملیاتو وروسته دغه هېواد ته لېږدول شوي، د اوسېدو دوه کلنې ویزې یې ترلاسه کړي دي چې دا په دې معنی نه ده دوی به ګرین کارت ته لاسرسی ولري یا په هغه هېواد کې د دایمي استوګنې جوګه شي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې د دغو افغان اتباعو د امریکا تابعیت ترلاسه کول به کلونه وخت ونیسي.
د متحده ایالاتو کانګرس ته سلاکارانو "د افغانستان د تنظیم قانون" په نوم د قانون تصویبولو غوښتنه کړې چې له مخې به یې په متحده ایالاتو کې افغانانو ته د دایمي استوګنې او تابعیت ګړندۍ لار وړاندې شي.
ځینو اندېښنه ښودلې چې د لنډمهاله وضعیت په ډاګه کول، لکه څنګه چې صادر شوی، د قانون د تصویب چانس ته زیان رسوي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا، "د هغو افغانانو په منځ کې چې لا دمخه راغلي دي، د کورني امنیت ریاست اټکل کوي چې یوازې شاوخوا ۴۰ سلنه به د ځانګړي مهاجرت وېزې لپاره وړ وي؛ ځکه چې دوی په افغانستان کې د متحده ایالاتو لپاره کار کړی دی."
د تخلیه شویو د زیات شمېر ناڅاپه راتګ د دې هېواد په اداري بهیر کې د دې قضیو په اداره کولو کې د ځنډ لامل شوی دی.
د امریکا د نوې پرېکړې له مخې ۶۰ سلنه هغه افغان اتباع چې په بېړني حالت کې دغه هېواد ته لېږدول شوي، په دغه قانون کې شاملېږي چې دوی د بېړني حالت له مخې په امریکا کې د اوسېدو حق لري.
د راپورونو له مخې، له افغانستان څخه د امریکا او د هغې د متحدینو د ژغورنې په عملیاتو کې یو زیات شمېر افغانان ژغورل شوي او په بېړني حالت کې د دوی د کاري مخینې (سابقې) تثبیتول ستونزمن وو.
د روانې اګسټ میاشتې لومړیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عمومي مفتش په یوه رپوټ کې ویل شوي وو، څه باندې ۸۴۰ زره افغانان چې امریکا کې یې د مېشتېدنې لپاره عریضې کړې اوس هم د امریکا وېزو اخیستو ته په تمه دي.
د امریکا د ځانګړو وېزو یا اېس ای وي د ورکړې پر پروګرام نیوکې کېږي چې بهیر یې ورو دی او هغه کسان یې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره اوږه په اوږه کار کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اټکل کړی چې د روان ۲۰۲۳ کال تر اپریل میاشتې پورې د امریکا ځانګړې ویزې اخیستو ته ۸۴۰ زرو افغانانو عریضې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې یې د امریکا د ځانګړې وزیزې یا ایس ای وي د پروګرام له مخې نژدي ۳۴ زرو افغانانو او د هغوی د کورنیو غړو ته وېزې ورکړي چې په امریکا کې مېشت شي او د دفاع وزارت سره یې په همغږۍ کې د خپلو هغو کارکوونکو شمېر هم ډېر کړی چې دغه عریضې ګوري.