لسګونه زره افغانان د امریکا ځانګړو ويزو ته لا هم په تمه دي

    • Author, ابراهيم اميري
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عمومي مفتش په یوه رپوټ کې ویل شوي، څه باندې ۸۴۰ زره افغانان چې امریکا کې یې د مېشتېدنې لپاره عریضې کړې اوس هم د امریکا وېزو اخیستو ته په تمه دي.

د امریکا د ځانګړو وېزو یا اېس ای وي د ورکړې پر پروګرام نیوکې کېږي چې بهیر یې ورو دی او هغه کسان یې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره اوږه په اوږه کار کړی دی.

د هغو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی یا هم په یو ډول نه ډول له دوی سره په همکارۍ کې ښکېل وو په امریکا کې د مېشتېدنې پروګرام په ۲۰۰۹ کال کې پیل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عمومي مفتش په رپوټ کې د دې پروګرام په وړاندې ننګونې په ګوته شوي او ویل شوي، دوه کاله وشول چې امریکايي ځواکونه افغانستان وتلي خو لا هم د دې پروګرام پر وړاندې ننګونې شته او د وېزو ورکړه یې پڅه کړې ده.

هغه افغانان چې په افغانستان کې د امریکا ځانګړې وېزې ته انتظار دي له ګڼو ستونزو سر ټکوي او د دې بهر د چټکېدو غوښتنه کوي.

له دغو کسانو ځينې له بي بي سي سره غږېدلي دي، يو يې وايي، "اته کاله مې له خارجي ځواکونو سره کار کړی، نن سبا بې روزګاره او اقتصادي ستونزو سره مخ يو، د امریکا د اېس ای وي پروسې ته مو دوه کاله مخکې اپلای کړی، تېرو دوو کلونو کې يوازې يو ایمېل راغلی چې انتظار وباسئ."

دی زياتوي "په ډېر زحمت او ډار سره شپې ورځې تېروو چې نن به زموږ کار وشي او سبا به زموږ کار وشي، دلته په وطن کې هېڅ چانس نه لرو چې چېرته وظيفه اجرا کړو."

یو بل کس هم وايي چې دوه کاله مخکې يې د اېس ای وي پروګرام ته نومليکنه کړې چې تراوسه هېڅ پرمختګ په کې نه دی شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د ۲۰۲۱ کال تر اکتوبر پورې ۳۰ زرو او د ۲۰۲۲ کال تر ډسمبر پورې ۱۵۵ زرو افغانانو د امریکا ځانګړې وېزو ته عریضې کړې وې. په دې کې د دغو کسانو د کورنیو غړي شامل نه دي.

د یادولو ده چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ګڼ شمېر کې هغه افغانان چې له امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی و د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته لاړ او له هغه ځایه یې د امریکا دې ځانګړو وېزو ته عریضې وکړې.

ځینې یې وايي دغلته له یو نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي او ګڼو ستونزو سره سره د امریکا وېزو ته انتظار کوي. د دوی له ډلې یوه بي بي سي ته وویل، "دلته د پاکستان وېزې تمديد مسله وي، د پوليسو له خوا وخت ناوخت ځورول کېږو او رنګارنګ اقتصادي ستونزې موجودې دي. "

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اټکل کړی چې د روان ۲۰۲۳ کال تر اپریل میاشتې پورې د امریکا ځانګړې ویزې اخیستو ته ۸۴۰ زرو افغانانو عریضې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې یې د امریکا د ځانګړې وزیزې یا ایس ای وي د پروګرام له مخې نژدي ۳۴ زرو افغانانو او د هغوی د کورنیو غړو ته وېزې ورکړي چې په امریکا کې مېشت شي او د دفاع وزارت سره یې په همغږۍ کې د خپلو هغو کارکوونکو شمېر هم ډېر کړی چې دغه عریضې ګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د عریضو د کتنې په لومړیو مرحلو کې پنځوس سلنه یې ځکه ردېږي چې مستحق نه پېژندل کېږي او د وېزو د اخیستو شرایط نه پوره کوي.

د افغانانو او عراقيانو لپاره په امریکا کې د مېشتېدنې دا پروګرام یا ایس ای وي د هغو کسانو لپاره دی چې له امریکايي ځواکونو سره يې کار کړی او له دې امله یې ژوند له خطر سره مخامخ وي.