تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې د پوځ د مشر کاري موده له دريو کلونو څخه پنځو ته غځول شوې
د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف په وينا د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال عاصم منير به د ۲۰۲۷ کال تر نومبر مياشتې پورې په خپله دنده پاتې شي او د پوځ مشر به وي.
د پاکستان قومي اسمبلۍ او سنېټ (مشرانو جرګې) د دوشنبې په ورځ د پوځ د مشر کاري موده له دريو کلونو څخه پنځو کلونو ته وغځوله چې د حکومت د مخالفو ګوندونو له کلک غبرګون سره مله وه.
د پاکستان د فاع وزير خواجه اصف له بي بي سي سره په خبرو کې وويل، "لکه څنګه چې جنرال عاصم منير د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې ټاکل شوی و او اوس د پوځ په قانون کې له ترميم وروسته به د ۲۰۲۷ کال تر نومبر پورې د پوځ مشر وي."
خواجه اصف وويل، "پخوا له ايوب خان نيولې تر جنرال باجوه پورې د پوځ د نژدې ټولو مشرانو کاري موده غځېدلې ده خو اوس موږ وسله وال پوځ د دريو برخو لپاره قانون جوړ کړی او هېڅ توپير مو په کې نه دی کړی."
نوموړي وويل، "د دندې مودې غځولو پروسه د ايوب خان د مشرۍ پر مهال پيل شوه، له دې وروسته د پوځ اتو نهو مشرانو موده وغځول شوه، ايوب خان، ضياالحق او مشرف بيا په خپله موده وغځوله، دا ټول د اشخاص لپاره وو، موږ اوس په دې اړه قانون واضح کړ."
د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دې اړتيا څه وه ښاغلي اصف وويل، "په اوسنيو حالاتو کې يې دوام اړين و او مهمه دا ده چې څوک د وسله وال پوځ مشر وي، بايد د پارلمان او نورو ادارو په څېر د پنځو کلنو لپاره مناسب وخت ولري چې غوره دفاعي پلانونه جوړ کړي."
خواجه اصف زياته کړه، "د بوځ د مشرانو د کاري مودې غځېدل به نظام ته ثبات ورکړي او له هيلو سره سم به مخکې ولاړ شي." نوموړي واضح کړه چې "د پوځ د مشر د ګومارلو واک زموږ (حکومت) په لاس کې دی."
پاکستان کې د حکومت مخالفو ګوندونو د پوځ د مشر د دندې غځولو مخالفت کړی. په پارلمان کې د اپوزسيونو ګوندونو غړو پرلپسې احتجاج کاوه او د دې کار پر ضد يې نارې وهلې.
د اپوزېسيون ګوندونو په ځانګړې توګه د تحريک انصاف د نيوکو په ځواب کې خواجه اصف وويل، "دوی هېر کړي چې مشر يې پخواني لومړي وزير ويلي وو چې د پوځ مشر د ملت پلار دی."
تر دې وړاندې هم پاکستان کې يو شمېر ګوندونو د پوځ د پخواني مشر جنرال قمر جاويد باجوه د کاري مودې د غځولو مخالفت کړی و او خپل دريځونه يې اصولي بللي وو.