ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس پر وروستۍ ورځ پر کومو مسلو خبرې کېږي؟

ننګرهار پوهنتون

د عکس سرچینه، Social Media

    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت

نن 'دوشنبه' په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیم د کنفرانس درېیمه او وروستۍ ورځ ده چې ټاکلې ده د څلوېښتو مقالو څېړونکي به د خپلو مقالو پایلې په ناکامورا پارک کې- چې د اقلیم له بدلون سره ټینګ تړاو لري- له ګډونوالو سره شریکې کړي.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د اقلیمي بدلون په اړه د جوړ شوي کنفرانس په دویمه ورځ (یکشنبه) د افغانستان او نړۍ له یو شمېر پوهنتونونو ویناوالو علمي مقالې وړاندې کړې.

د ننګرهار پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح بي بي سي ته وویل، نن د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ یو نندراتون هم جوړ شوی و:

"نن د کنفرانس په دویمه ورځ د نړۍ او افغانستان د بېلابېلو پوهنتونونو مختلفې مقالې او پرېزنټشنونه د نړۍ او افغانستان د بېلابېلو پوهنتونو د استادانو له خوا وړاندې شوې. د څېړونکو د مقالو وړاندې کولو پرمهال ننګرهار پوهنتون کې د صنعت او تجارت په برخه کې سلو غرفو کې په کور د ننه تولیدات نندارې ته وړاندې شول".

احسان الله ناصح وویل، د یکشنبې ورځې کنفرانسونه د طب،‌ کرنې، انجنیرۍ، شرعیاتو، حقوقو، عامه ادارې او پالیسۍ، اقتصاد، ښوونې او روزنې، ساینس، کمپیوټر ساینس او هغو مضامینو ته ځانګړي شوي وو چې پوهنتونو کې تدریسېږي.

کنفرانس

د عکس سرچینه، @ARG_1880

ښاغلي ناصح زیاته کړه، د نندارتون موخه دا وه چې ګډونوالو او نړیوالو ته د افغانستان تولیدات معرفي کړي او په هېواد کې د پانګوالو او هغو سوداګرو چې پانګونه یې کړې ملاتړ وشي.

د یاد کنفرانس لپاره د ۲۵۰ په شاوخوا کې څېړنیزې مقالې لېږل شوي، چې ۲۰ یې له بهرنیو هېوادونو دي.

د کنفرانس درېیمه او وروستۍ ورځ (دوشنبه) چې د څلوېښتو مقالو څېړونکي به د خپلو مقالو پایلې له ګډونوالو سره شریکوي او د ناکامورا په پارک کې به یې وروستۍ پړاو پای مومي او څېړونکي به د اقلیمي بدلون د بدو پایلو مخنیوي په موخه د طالبانو حکومت ته مؤثرې طرحې وړاندې کړي.

ننګرهار کې د تیستو ناکامورا پارک (ګمبیري دښته) یې ځکه د کنفرانس د وروستۍ ورځې لپاره ټاکلی چې د اقلیم له بدلون سره ټینګه اړیکه لري.

د دغه کنفرانس په لومړۍ ورځ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو پر نړۍ او په تېره له صنعتي هېوادنو غوښتي، چې په اقلیمي بدلون کې د لویې ونډې له امله افغانستان ته د اوښتي دروند زیان بدل ورکړي.

د طالبانو مرستیال لومړي وزیر مولوي عبدالکبیر وايي، د اقلیمي بدلون له امله په افغانستان کې یو میلیو خلک په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.

د چاپېریال ساتنې نړیوالو ناستو کې د افغانستان د پلاوي د ګډون غوښتنه

متقي او روسلان

د عکس سرچینه، @QaharBalkhi

په ننګرهار کې جوړ شوی دغه درې ورځنی کنفرانس چې له سیمې او نړۍ یو شمېر بهرنیو ویناوالو هم پکې ګډون کړی له اقليمي بدلونه د افغانستان پر زیانمنېدو او په دې اړه افغانستان ته د پام ور اوړلو په موخه جوړ شوی.

وړمه ورځ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې د ولسمشر د اقليم برخې له سلاکار روسلان عادلګیرییف څخه هم غوښتي وو چې په آذربایجان کې د کاپ ۲۹ په راتلونکې ناسته کې د افغانستان د ګډون ملاتړ کوي.

په داسې حال چې په افغانستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی او افغانستان په مهمو نړیوالو غونډو کې له ګډونه هم بې برخې دی، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر له روسي سلاکار سره خبرو کې د چاپېریال ساتنې په باب په نړیوالو ناستو کې د افغانستان د پلاوي د حضور په برخه کې د روسیې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د یادولو ده چې په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون نړیوال کنفرانس کاپ۲۸ کې- چې د ۲۰۲۳ کال نومبر میاشتې وروستیو کې و- د طالبانو حکومت استازو ته د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.

ملګرو ملتونو افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه د نړۍ د لسو تر ټولو ډېرو زیانګالو هېوادونو په ډله کې راوستی دی.