نامالومو کسانو د پاکستان د اطلاعاتو پخوانی وزیر 'فواد چودري' له کوره تښتولی

پاکستان
د خپرېدو وخت

د عمران خان د حکومت د اطلاعاتو پخوانی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مرکزي مشر فواد چودري له خپله کوره تښتول شوی دی.

رپوټونه وایي نوموړی د ځینو کسانو له خوا چې شخصي جامې یې اغوستې وې بیول شوی.

د فواد چودري ورور فیصل چودري بي بي سي ته ویلي 'پرون مې ورور د سهار چای څښلو، چې څو کسان پسې ور ننوتي او دی یې له ځانه سره بیولی دی.'

نوموړی وايي " فواد چودري په اسلام اباد کې له خپل کوره برمته شوی او داسې کسان پسې راغلي وو چې ځینو یې ساده کالي اغوستي وخو یو نیم پکې پتلون هم درلود."

د پخواني دغه وزیر د ورور فیصل چودري په وینا دغو کسانو نوموړی په زور له کوره وباسه په داسې حال کې چې د نیولو یا بیولو لپاره ورسره هیڅ کوم امر نه و.

دی وايي د ډېر ټينګار سربېره هم چا د هغه د نیولو حکم نه دی ورښودلی او په وینا یې نه پوهیږي ورور یې چا چېرې له ځان سره برمته کړی دی.

له بي بي سي سره خبرو کې د برمته شوي دغه پخواني وزیر ورور فیصل چودري دا هم ویلي چې، له دې پېښې وروسته دی د پولیسونږدې مرکز ته ورغی خو هلته هم د فواد چودري په اړه هیڅ مالومات او خبر نه و.

له دې سره فیصل چودري پخپله تولنیزه پاڼه (اېکس) لیکلي "زه د خپل ورور د خوندیتوب په اړه ژوره اندرېښنه لرم."

محکمې له پولیسو د فواد چودري په اړه معلومات غوښتي

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسلام اباد یوې محکمې د اطلاعاتو مرکزي پخواني وزیر له تري تم کېدو وروسته له پولیسو د رپوټ غوښتنه کړې ده.

د فواد چودري یوه وکیل او د هغه ورور فیصل چودري محکمې ته په لیکل شوې عریضه کې ادعا کړې چې "فواد چودري په ناقانونه او خپلسرې ډول نیول شوی او باید ژر پیدا شي."

په عریضه کې دا یادونه هم شوې چې "د ورځې شاوخوا دولس نیمې بجې وې چې په ساده کالیو کې خلک کور ته ورننوتي او دی یې له ځانه سره بیولی دی."

دوی دا سپیناوی هم ورکړی، چې فواد چودري په هیڅ کومه قضیه کې ښکیل نه و او نه پرې څه دوسیه شته.

د اسلام اباد دغې ځایې محکمې له پولیسو د رپوټ له غوښتلو وروسته ویلي، د هغه په اړه د محکمې بله غونډه به د دوشنبې پر ورځ جوړیږي.

که څه هم دا نده مالومه چې فواد چودري چا برمته کړی خو، دا مهال د ده د وخت د کابینې څو نور وزیران، د تحریک انصاف ګوند مشران او چارواکي په بند خونو کې دي.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان تر څنګ د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي او ځينې نور کسان په بېلابېلودوسیو کې نیول شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.