د ښځې ماغزو کې د ژوندي چینجي موندلو جراحه حیرانه کړه
د ښځې ماغزو کې د ژوندي چینجي موندلو جراحه حیرانه کړه
د خپرېدو وخت
په نړۍ کې په لومړي ځل ساینسپوهانو ویلي، چې د یوې اسټرالیایۍ ښځې په ماغزو کې ۸ سانتي متره (۳انچه) چینجی ژوندی موندل شوی دی.
"د تار په شان جوړ" دا چینجی تېر کال کینبیرا کې د جراحۍ پر مهال د ناروغې ښځې د ماغزو له مخکنۍ برخې رایستل شوی و.
ښځه له یوه داسې حالت سره مخامخ وه چې ډاکټرانو "غیر عادي نښې لرونکی" حالت بللی و، د هغې د معدې درد، ټوخی، شپه کې د خولې کېدو، هېرېدو او اضطراب حالت په سختېدو و.
څېړونکو خبرداری ورکړی چې دا ډول حالت د ناروغیو او انتاناتو ډېر خطر په ګوته کوي چې له څارویو څخه خلکو ته لېږدي.



