تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خيبرپښتونخوا په دوو بريدونو کې يو پوليس او د ګمرک دوه کارکوونکي وژل شوي
د خيبرپښتونخوا په دوو بېلابېلو بريدونو کې يو پوليس او د ګمرک دوه کارکوونکي وژل شوي دي.
د ځايي رسنيو په وينا د يکشنبې ماښام په خيبر ضلعه کې وسله والو د لنډي کوتل سيمه کې يو پوليس په ډزو وژلی دی.
تراوسه د پېښې مسووليت چا نه دی منلی. پوليس وايي د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
بله پېښه د خيبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې شوې ده. دلته وسله والو د ګمرک پر کارکوونکو بريد کړی چې په ترڅ کې يې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
له پېښې وروسته بريدګر په تېښته بريالي شوي دي. مړي او ټپيان د ډېره اسماعيل خان ځايي روغتون ته لېږدول شوي.
دا په تېرو څلورو ورځو کې دلته د ګمرک پر کارکوونکو دويم لوی بريد دی.
تراوسه د دغه بريد مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی خو څو ورځې وړاندې په ډېره اسماعيل خان کې د ګمرک پر کارکوونکو د بريد مسووليت پاکستاني طالبانو منلی و.
په سيمه کې يوه پوليس چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، د ګمرک کارکوونکي اسانه هدفونه دي ځکه پرې ډېر بريدونه ترسره کېږي.
خبريال او شننونکی افتخار فردوس بيا وايي، څو ورځې وړاندې له بريد وروسته چې وسله والې ډلې د بريد مسووليت ومانه، په هغو کې يې ويلي وو چې پر پوليسو يې بريد کړی، ځکه د ده په وينا د ګمرک د کارکوونکو او پوليسو يونيفارم ورته والی سره لري.
سږ کال تر دې دمه په خيبر پښتونخوا کې د تاوتريخوالي ګڼې پېښې شوې دي. د ترهګرۍ ضد څانګې تازه راپور کې ويل شوي چې د تر ټولو زياتې پېښې په ډېره اسماعيل خان کې شوې دي.
د افتخار فردوس په وینا، ډېره اسماعیل خان د قاچاق يوه لویه لار هم ده او په وروستیو ورځو کې وسله والو له دې لارې وسلې او غیر ګمرکي ګاډي قاچاق کړي، چې په لویو ورانکارو پېښو کې ترې کار اخیستل کېږي.