هغه افغانه چې په نڅا کې د خپلې ازادۍ احساس کوي
هغه افغانه چې په نڅا کې د خپلې ازادۍ احساس کوي
د خپرېدو وخت
اسما دروېش چې د کورنل پوهنتون د ماسترۍ دورې محصله ده، د درسونو او ورځني ژوند ترڅنګ د خپلې خوښۍ لپاره نڅا کوي.
هغه وايي چې کوم ځانګړی سبک نه تعقیبوي او حرکات یې د سماع او معاصرې نڅا یو ګډ جوړښت دی؛ هغه حرکات چې د اسما په وینا «په هماغه لحظه کې زېږي».
اسما وايي نڅا یوازې یو هنري فعالیت نه ګڼي؛ د هغې لپاره دا منظم حرکات د ځان، نړۍ او د آزادۍ د معنی د پېژندلو یوه برخه ده. هغې ته نڅا په ژوند کې له معنوي اړخه ډېر ارزښت لري.
اسما باور لري چې نڅا یو طریقت دی چې د هغې د خلکو له لرغوني کلتور څخه راټوکېدلې او نن ورځ ورته دا لاره ده چې مثبته انرژي، ارامتیا او د ازادۍ احساس ورکوي.



