بریتانیا؛ د عبدالشکور ایزیدي لټون کوونکي پولیس وايي، په سیند کې یې یو مړی موندلی دی

د خپرېدو وخت

بریتانیا کې هغه پولیس چې د کیمیاوي موادو برید کوونکي عبدالشکور ایزیدي لټون کوي وايي، په تېمز نومي سیند کې یې یو مړی موندلی دی.

یوه اونۍ کېږي، چې پولیسو د ۳۵ کلن ایزیدي لټون کاوه، چې فکر کېږي اوبو ته ننوتی و.

دی وروستی ځل په هغه شپه چې پر یوه ښځه او دوو نجونو برید شوی و، وروستی ځل په یوه امنیتي کمره کې داسې حال کې لیدل شوی، چې د لندن ښار چیلسي پل پر غاړه پنجرې ته ختلی و.

پولیسو تر اوسه رسماً د مړي پېژندګلوۍ په هکله څه نه دي ویلي.

د پولیسو ځايي افسر جان ساویل په دې هکله وايي: ''د هغو کالیو له مخې چې د برید پر مهال نوموړي اغوستي وو او د هغو توکو له مخې چې له مړي سره موندل شوي دي، زموږ کلک باور دا دی، چې موږ د ایزیدي مړی موندلی دی. موږ د هغه له کورنۍ سره په اړیکه کې یو، چې په دې هکله معلومات ورکړو.''

د پولیسو دا ځايی مشر وايي، له ظاهري بڼې پېژندګلوي ناشونې ده، خو په وینا یې د ډي این اې او غاښونو معایناتو ته به اړتیا وي او په خبره یې ''دا به یو څه وخت واخلي.''

بریتانوي پولیسو د ایزیدي په هکله د کره معلوماتو ورکولو لپاره ۲۰ زره پاونډه جایزه اعلان کړې وه او د لټون پر مهال یې د نیولو لپاره نژدې ۵۰۰ زنګونه پولیسو ته ورغلي وو.

عبدالشکور ایزیدي څوک دی؟

بي‌ بي‌ سي ته مالومه شوې چې عبدالشکور ایزدي له افغانستانه له وتلو وروسته په ۲۰۱۶ کال کې په یوه لارۍ موټر کې بریتانیا ته ننوتی دی. هغه په ۲۰۱۸ کال کې د جنسي ځورونې یوه قضیه کې محکوم شوی، خو وروسته یې بیا هم د پناه اخیستو غوښتنه منل شوې ده.

د نیوکاسل محکمې لخوا هغه ته د جنسي ځورونې قضیه کې د اورول شوي تعلیقي حبس په سزا کې له معاش او حقوقو پرته د کار حکم شامل و. نوموړی په ۲۰۲۰ کال د دې سزا له بشپړولو وروسته د پولیسو له څارنې ازاد شوی دی.

د هغه د پناه غوښتنې عریضه دوه ځله رد شوې، او په دویم ځل یې ویلي و چې مسیحیت ته اوښتی، په دې معنی چې که بېرته افغانستان ته واستول شي، له خطر سره مخامخېدای شي. د دریمې هڅې پر مهال یوه کشیش په یوه لیک کې تایید کړه چې هغه ګروهه بدله کړې، او په دې توګه یې د پناه غوښتنه منل شوې وه.

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت کې ځینو کسانو دا پېښه د پناه غوښتنې اړوند د بیاکتنې محکمو د سیستم یوه ناهیلې کوونکي بېلګه بللې، چې ځینو افرادو ته یې د محکومیت له مخینې سره سره په بریتانیا کې پناه ورکړې.

د بریتانیا اوسني قوانین وايي، که څوک له دوو کلونو په ډېر زندان محکوم شي، د پناه غوښتنې وړ نه ګڼل کېږي. په ۲۰۲۲ کال کې دا موده یوه کال ته راټیټه شوه.