غزه کې جګړې د ګوزڼ واکسین بل پړاو ځنډولی

د ویډیو تشریح، غزه کې جګړې د ګوزڼ واکسین بل پړاو ځنډولی
غزه کې جګړې د ګوزڼ واکسین بل پړاو ځنډولی
د خپرېدو وخت

په داسې حال کې چې غزه کې جګړه روانه ده، د روغتیا نړیوال سازمان وايي، اړ شوي چې په شمال کې د پولیو (ګوزڼ) واکسین بل پړاو وځنډوي. دوی وايي دلیل دا دی چې تاوتریخوالی ډېر دی او په جګړه کې وقفه نه شته. اسرائیل د بي بي سي په ګډون نور نړیوال خبریالان نه پرېږدي چې د غزې د ننه په خپلواک ډول رپوټونه جوړ کړي. د بي بي سي خبریال فرګل له دې سیمې سره نژدې د اسرائیلو جنوب ته ورغلی و او دا رپوټ یې پرې جوړ کړی دی.