فلسطینی بندي نائل البرغوثي څوک دی چې نن کېدی شي خوشی شي؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

په لوېدیځه غاړه کې د رام الله شمال ته د کوبر ښارګوټي بندي نائل البرغوني کورنۍ وايي، په سې شنبې یې له کورنۍ سره اړیکه نیولې او ورته ویل شوي چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د بندیانو او یرغملو راتلونکې تبادله کې به خوشی کېږي.

دغه کورنۍ وايي، البرغوثي د اسرائیلو له کتسیعوت زندانه له خپلې کورنۍ سره تماس کې ویلي چې د پنجشنبې یا شنبې په ورځ به له زندانه خوشی شي.

نائل البرغوثي د فلسطينيانو په منځ کې ځکه ځانګړی ځای لري؛ چې شاوخوا ۴۵ کاله يې په اسرائيلي زندانونو کې تېر کړي او دا د فلسطينيو زندانيانو د بند تر ټولو اوږده موده ده، د فلسطينيو "بندیانو چارو ټولنې" په وینا، له همدې امله، د فلسطينيانو ترمنځ "د بندیانو مشر" لقب ورکړل شوی دی.

البرغوثي ۶۷ کلن دی او د خپل ژوند شاوخوا درېیمه برخه یې په اسرائيليو زندانونو کې تېره کړې، چې ۳۴ کاله يې پرله پسې زندان کې تېر شوي دي.

نائل په ۱۹۷۸ کې وروسته له هغه ونيول شو چې د رام الله شمال ته پر لارې د کارګرانو بس لاره بنده کړه، چې په ترڅ کې یې اسرائيلي چلوونکی مردخای يعقوب ووژل شو. له همدې پېښې سره په تړاو پر ده د عمر بند سزا او ۱۸ نورو کلونو سزا وختله.

ځینې نورې سرچینې وایي، نائل رام‌الله ته نژدې د یوه اسرائیلي سرتېري د وژلو په تور نیول شوی و.

نائل برغوثي ۳۴ کاله په اسرائیليو زندانونو کې بندي و، چې دې موده کې یې خپل سیاسي تړاو بدل کړ، له فتح ګونده حماس ته واوښت. دا بدلون د ۱۹۹۳ کال د اوسلو تړون سره هم‌مهاله وشو، چې د یاسر عرفات په مشرۍ د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ لاسلیک شوی و.

د ژوند کيسه یې

نائل البرغوثي د رام‌الله لوېدیځې خوا ته، په کوبر کلي کې زېږېدلی، د البرغوثي کورنۍ غړی دی، چې ګڼ شمېر مهم فلسطیني شخصیتونه لري، لکه مروان البرغوثي، چې د فتح سیاسي مشرانو له ډلې دی او همدا اوس د اسرائیلو زندان کې بندي دی.

نایل خپلې لومړنۍ زدکړې د خپل کلي کوبر په ښوونځي کې وکړې. وروسته یې بیرزیت ته نژدې د امیر حسن ښوونځي کې خپلې منځنۍ او ثانوي زدکړې بشپړې کړې.

د ځینو خبري سرچینو له مخې، نائل په ډېر کوچني عمر کې سیاسي فعالیت پیل کړ. په ۱۹۶۷ کال د اسرائیل له خوا د لوېدیځې غاړې له اشغال وروسته، ده له خپل ورور عمر البرغوثي او د تره زوی فخري البرغوثي سره یوځای پر دېوالونو لیکلو او د هغو بسونو د تګ مخنیوي ته مخه کړه چې فلسطیني کارګران به یې له لوېدیځې غاړې اسرائیل ته لېږدول. دا فعالیتونه یې په ۱۹۶۸ کال کې کول، په داسې حال کې چې نائل لا ۱۱ کلن هم نه و.

د ۱۹۷۰ لسیزې په نیمايي کې يې ورور عمر البرغوثي د زدکړو لپاره بیروت ته لاړ، چې ورپسې یې د تره زوی فخري البرغوثي هم هلته لاړ. دواړه هلته د فتح غورځنګ له لیکو سره یوځای شول، چې هغه مهال په بیروت کې د خپل فعالیت هسکه کې و. سرچینې وايي دوی دواړو هلته نظامي زدکړې هم وکړې.

د ۱۹۷۰مو کلونو په پای کې، عمر او فخري بېرته لوېدیځې غاړې ته ستانه شول. نائل چې هغه وخت د بیرزیت په ثانوي ښوونځي کې زدکوونکی و، له دوی سره یوځای شو او درې واړو پوځي فعالیت ته مخه کړه.

ځینې سرچینې وايي چې نائل، عمر او فخري به د اسرائیلو سیمو ته د شونو پوځي اهدافو موندلو لپاره تګ راتګ کاوه. دوی په حیفا کې پر یوې فابریکې ورانکاری برید وکړ او په بیت‌المقدس کې یې په یوه کافي شاپ کې د بم‌اېښودنې پلان درلود.

د بند پرمهال نائل البرغوثي پر یوه اسرائیلي ټلویزیون د فلسطینۍ بندۍ امان نافع په اړه یو راپور ولید. امان نافع په ۱۹۸۷ کال کې بیت‌المقدس کې د برید پلانولو په تور نیول شوې وه او په ۱۹۹۷ کال کې خوشې شوه.

نائل، چې د هغې کیسه اورېدلې وه، ورسره د واده پرېکړه وکړه. هغه خپلې کورنۍ ته وویل د امان کور ته ولاړ شي او هغه وغواړي، خو امان هغه وخت دا وړاندیز رد کړ، ځکه چې هغې نائل نه پېژانده.

د ۲۰۰۶ کال په جون کې، حماس د غزې تړانګې سره نژدې د اسرائیلو خاورې دننه پوځي عملیات وکړل، چې په پایله کې یې اسرائیلی سرتېری جلعاد شالیط ونیول شو.

د ۲۰۱۱ کال په پای کې، حماس او اسرائیل د تبادلې يوه تړون ته ورسېدل، چې د "شالیط هوکړه" په نامه مشهور شو. د دې تړون له مخې، اسرائیلو ۱۰۲۷ فلسطیني بندیان خوشې کړل او په بدل کې یې حماس جلعاد شالیط پرېښود.

نائل البرغوثي هم د همدې تبادلې برخه و، او د خوشي شویو کسانو په ډله کې یحیی السنوار هم و. السنوار وروسته د حماس مشر شو او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې برید اصلي پلانوونکی و.

له خوشي کېدو یوه میاشت وروسته، نائل له امان نافع سره واده وکړ او بېرته خپل کلي کوبر ته ستون شو.

ځینې سرچینې وايي، نائل البرغوثي له یوه نارسمي څار لاندې و او د هغه تګ راتګ یوازې تر رام‌الله او شاوخوا کلیو پورې محدود و.‎ دی د خپلې کلیوالې سیمې د کرنیزو ځمکو د سمسورتیا او کرلو په کارونو بوخت و.

په ۲۰۱۴ کال کې، د لوېدیځې غاړې په جنوب کې درې اسرائیلي تنکي هلکان وتښتول شول. وروسته د هغوی مړي الخلیل ښار ته نژدې وموندل شول. اسرائیلو ادعا وکړه چې د حماس یوه ډله د دې تښتونې تر شا وه.

له دې پېښې وروسته، اسرائیلو پراخ عملیات پیل کړل او د لوېدیځې غاړې له بېلابېلو سیمو یې لسګونه فلسطینیان ونیول، چې ډېری یې د شالیط د تبادلې هوکړې له مخې خوشي شوي کسان وو.

نائل البرغوثي هم د ۲۰۱۴ کال په جون کې بیا ونیول شو، دا ځل په دې تور چې د خوشي کېدو شرایط یې مات کړي دي. ځینې اسرائیلۍ سرچینې وايي، په نیول کېدو کې يې وینا رول درلود، چې د بیرزیت پوهنتون کې یې د خپل زندان تجربې په اړه کړې وه. همداراز، د ځینو فلسطینيو رسنيو راپورونو له مخې دی د فلسطینۍ ادارې د بنديانو چارو وزارت ته نوماند شوی و، چې ښايي دا یې هم د نیول کېدو سبب شوی وي.

لومړی، نائل البرغوثي ته ۳۰ میاشتنی بند ورکړل شو اوباید د ۲۰۱۶ کال په پای کې خوشی شوی وی، خو بيا هېڅکله خوشی نه شو.

د ۲۰۱۵ کال مې کې، د عوفر پوځي محکمه دې پایلې ته ورسېده چې نائل د خوشې کېدو هېڅ شرایط نه‌ دي مات کړي، خو بیا یې په ۲۰۱۷ کال کې د دې پرېکړې خلاف عمل وکړ.

فلسطیني سرچینې وايي، د اسرائیلو استخباراتو "محرمانه معلومات" وړاندې کړي، چې له امله یې پر ده هماغه زوړ حکم بیا پلی شو.

د فلسطینيو رسنیو راپورونو له مخې، د نائل مدافع وکیل څو ځله د دې پرېکړې پر ضد غوښتنې وړاندې کړې، خو تر اوسه د محکمې له لوري هېڅ پایله نه ده ورکړل شوې.

په ۲۰۲۲ کال کې، اسرائیلي پوځ ویل د عوفر پوځي محکمې د استیناف پر مهال د نائل عمري بند بيا پلي کېدا تایید کړه.