کرېکټ: د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو لوبلړۍ

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو تر منځ د شل اوريزه لوبو دری اړخيزه لړۍ د روان کال د اګست پر ۲۹ د متحده عرب اماراتو په کوربتوب پیلېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د اعلاميې له مخې سيالۍ به د متحده عرب اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي ترسره شي چې د سپټمبر تر اوومې نېټې به دوام وکړي.

په دغو سياليو کې ټولې اووه لوبې کېږي. هر هېواد به له يوه بل سره دوې دوې لوبې کوي او يوه سيالي به د پايلوبې وي.

د لوبو د مهالوېش له مخې لومړنۍ سيالي د افغانستان او پاکستان تر منځ ده.

دغه سيالۍ داسې مهال پلان شوې چې همدلته په اماراتو کې به د سپټمبر پر ۵ نېټه د اسيا کپ سيالۍ پيل او د سپتمبر تر ۲۱ به دوام وکړي. د افغانستان کرېکټ بورډ په وينا، دغه لوبلړۍ به د اسيا جام لپاره په چمتووالي کې مثبت رول ولري.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر ميرويس اشرف وايي. "له شک پرته به دغه سیالۍ د اسیا جام لپاره یو غوره چمتووالی وي او د افغان لوبغاړو لپاره د تیاري یو غوره فرصت".

د نوموړي په وينا، د اګست له ۱۵ نېټې به افغان لوبغاړي په متحده عرب اماراتو کې د چمتووالي په پار تمرین هم پيل کړي.

په دغه دری اړخيزه لوبلړۍ کې به تر ډېره پام د افغانستان او پاکستان پر لوبو ورټول وي. په وروستيو کلونو کې د دغو دواړه هېوادونو تر منځ د کرېکټ په ډګر کې سيالي او رقابت ډېر شوی او د دواړو هېوادونو ګڼ مينه وال په اماراتو کې هم اوسېږي.

د يادولو وړه ده، افغانستان په ۲۰۲۳ کال همدلته په شارجه کې له پاکستان څخه د شل اوريزو لوبو لړۍ ګټلې وه.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

افغانستان او پاکستان څو ځلې په نړیوالو او اسیایې سیالیو کې له یوه بل سره مخ شوي، دا سیالۍ تر ډېره تر وروستي اووره رسېدلي دي.

په اسیایې او نړیوال جام کې له ګروپي سیالیو ور ها خوا د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبډلې په ۲۰۱۲ کې یوه ورځنۍ خپل منځي او دوستانه لوبه کړې او بیا په ۲۰۱۳م کال کې هم په همدې لوبغالي کې یوه شل اوریزه دوستانه لوبه کې سره مخ شوې چې دواړه پاکستان ګټلي.

له دې پرته که څه هم د دې دوه ګاونډیو هېوادونو تر منځ لوبو ته لېوالتیا ډېره ده خو لوبې یې هسې ډېرې نه دي.

د لوبغاړو له بلدتیا ور ها خوا په ټوله کې افغان لوبډله د شل اوریزو لوبو ښه لوبډله بلل کیږي او تر ډېره باور دا دی چې د متحده عربي اماراتو په ځانګړي ډول د شارجې په نړیوال لوبغالي کې لا ښه ځلېږي.