د ایران د نوي مشر مجتبی خامنهای یوه کمسارې ویډیو خپره شوې
د ایران د نوي مشر مجتبی خامنهای یوه کمسارې ویډیو خپره شوې
د خپرېدو وخت
د ایران نیمهرسمي خبري اژانس مهر د دغه هېواد د نوي مشر مجتبی خامنهای یوه کمسارې ویډیو خپره کړې ده.
په دې لنډه ویډیو کې لیدل کېږي، چې نوموړی ترې یو شمېر راتاو کسانو ته خبرې کوي.
مهر دا نه دي ویلي، دغه ویډیو کله او چېرته ثبت شوې.
د یادونې ده چې مجتبی خامنهای د روان کال د فبرورۍ پر ۲۸مه د امریکا او اسرائيل بریدونو کې د هغه د پلار علي خامنهای له وژل کېدو وروسته د ایران نوی مشر وټاکل شو.
خو هغه د نوي مشر په توګه له ټاکل کېدو راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی، او نه یې هم کوم ویډیويي یا غږیز پیغام خپور شوی.
د یادونې ده چې امریکايي او اسرائيلي رسنیو په وار وار د هغه سخت ټپي کېدو او ان د مړینې د احتمال رپوټونه هم خپاره کړي.
بي بي سي په خپلواکه توګه دا نه شي تاییدولی، دغه ویډیو نوې که پخوانۍ ده.



