تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"تېر یوه کال کې له بېلابېلو هېوادونو افغانستان ته له یو ميلیون ډېر وګړي راستانه شوي"
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو وزارت وايي، په دغه هېواد کې د جګړو او طبيعي پېښو له امله له درې ميلیونو ډېر وګړي بېځایه شوي چې اوس یې بېرته په خپلو اصلي سیمو کې د بیا مېشتولو لړۍ پیلوي.
دغه وزارت په یوه ویناپاڼه کې د یاد وزارت د کورنیو بېځایه شوو د چارو مشر سردار شېرزاد له قوله ليکلي چې له ۸۰ زرو ډېرې کورنۍ دې چمتو شوې چې خپلو اصلي سیمو ته بېرته وګرځي او له ۴۳ زرو ډېرو يې فورمونه هم تر لاسه کړي.
هغه زیاته کړې چې څه باندې اته زره کورنۍ یوازې په کابل کې چمتو شوې چې خپلو سیمو ته وګرځي.
دغه وګړي په کور دننه په تېرو څو لسیزو کې د جګړو او طبيعي ناورینونو له امله له یوې سیمې بلې ته بېځایه شوي وو چې ډېری يې ښارونو ته تللي وو.
د دغه وزارت ویناپاڼې دا هم ویلي چې د یاد وزارت چارواکو د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له ادارې سره په ګډه غونډه کې دې چارې ته د مرستې غوښتنه هم کړې.
له یو میلیون ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي
بله خوا د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني ویلي چې په تېر یوه کال کې له یوه ميلیون ډېر کډوال افغانستان ته ورستانه شوي. هغه ویلي چې دغو کډوالو ته یې تر خپله وسه لازمې آسانتیاوې برابرې کړې.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني کابل کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ، د اکمالاتو او نړیوال خوندیتوب له مشرې شوکو شیموزاوا سره لیدنه کې راستنېدونکو ته د مرستو د دوام غوښتنه هم کړې.
د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د دغې ادارې د استازې له قوله هم ویلي چې هغې د پاکستان د کورنیو او بهرنیو چارو له وزارتونو سره د افغان کډوالو ستونزې شریکې کړې او له دوی څخه یې غوښتي، چې یاد هېواد کې د مېشت افغان کډوالو سره ښه چلن وکړي او د دوی د استوګنې کارتونه بیاځلې نوي کړي.
افغانستان ته یوازې په دریو وروستیو میاشتو کې له پاکستانه په زور له هغه هېواده ایستل شوي څه باندې نیم ميلیون (پنځه لکه) کډوال ورستانه شوي.
له دې وړاندې ایراني چارواکو ویلي چې په تېر یوه کال کې له هغه هېواده هم له پنځو لکو ډېر کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي.
له پاکستان او ایران څخه د دغو کډوالو د ستنېدو لړۍ په ورځني ډول لا هم روانه ده.