ایراني چارواکي وايي، تېره یوه میاشت کې 'له ۶۰ زرو ډېر' افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي

د خپرېدو وخت

ایراني چارواکي وايي، تېره یوه میاشت موده کې د خراسان رضوي سیمې د پولې له لارې ''له ۶۰ زره ډېر'' افغان کډوال بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

د ایرنا خبري اژانس په رپوټ کې د ایراني پوله ساتونکو ځواکونو د یوه افسر مجید شجاع له قوله ویل شوي، چې تېره یوه میاشت کې ۶۰ زره ۳۸۰ داسې افغانان چې ایران ته د تګ ''رسمي اجازه'' یې نه درلوده، د دوغارون-اسلام قلعه له لارې بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

له دې مخکې د ایراني پوله ساتونکو ځواکونو قوماندان احمد علي ګودرزي پر سې شنبه ویلي و، چې نژدې ''یو میلیون بهرني اتباع'' د ایران له خاورې شړل شوي دي.

دغه راز تېره اونۍ په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، چې له نومبر میاشتې راهیسې له ایران، پاکستان او ترکیې څخه ''تر ۸۰۰ زره ډېر'' کډوال یا شړل شوي دي او یا په خپله خوښه ستانه شوي دي، چې په وینا یې ډېره برخه په کې له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو ده.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده او هره ورځ په زرګونه کسان په بېلا بېلو لارو افغانستان ته استول کېږي.

په تورخم کې د طالبانو کمیسار مفتي عصمت تېره اونۍ وویل، هره ورځ تر سلو کورنیو پورې افغانستان ته راځي.

د ۲۰۲۳م کال پای ته رسېدو سره ځینو نړیوالو مرستندویه ادارو په افغانستان کې د بشري حالت او راستنو شویو کډوالو ستونزو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

په سخت ژمي کې د ګڼ شمېر کډوالو ستنېدو که یو لور ته په افغانستان کې اندېښنې ډېرې کړې دي، بل لور یې د خیریه بنسټونو او ملګرو ملتونو د ادارو اندېښنې هم زیاتې کړې دي.