اختر او نکریزې
اختر او نکریزې
د خپرېدو وخت
د نړۍ د بېلابېلو اسلامي هېوادونو نجونو او ښځو تر منځ په اخترونو کې په نکریزو لاسونه سره کول دود دی. عموماً دوی د اختر په شپه ډول ډول نقشونه او ګلونه پر ورغویو، ګوتو د لاسونو پر څټ او ان پر څنګلو په نکریزو جوړوي. ځينو هېوادونو کې خو نکریزې لګوونکې ماهرې ښځې هم شته چې د اختر په شپه د پېغلو نجونو او ښځو لیکې په انتظار ورته ولاړې وي چې لاسونه ورسره کړي.
زموږ همکاره ملایکه احمدزۍ همداسې یوې سیمې ته تللې او هلته یې ځينې نکریزې اېښودونکې نجونې غږولې دي.



