تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بوټان کې د پړانګانو نفوس په ډېرېدو دی
د یوې نوې سروې له مخې، د بوټان سلطنت ویلي چې د سارايي پړانګانو شمېر هلته په پام وړ ډول په ډېرېدو دی.
ددغه کوچني سلطنت- چې د سوېلي اسیا هیمالیا غرونو کې پروت دی- د شمېرو له مخې اوس هلته ۱۳۱ پړانګان دي چې د ۲۰۱۵ کال وروستۍ شمېرنې له مخې یې په شمېر کې ۲۷ سلنه ډېروالی راغلی.
کارپوهانو داسې شواهد هم موندلي چې د هېواد په لوړو سیمو کې د پړانګانو ډېرېدل تر نورو سیمو ډېر حس شوي دي.
په یاده څېړنه کې ۳۲۸۰۰ مربع کیلومتره سیمه- یعنې د بوټان ۸۵ سلنه مساحت پوښل شوی دی.
دا څېړنه چې د بوټان حکومت د ځنګلونو او سیل ځایونو د خدماتو ادارې د نړیوالو ادارو په همکارۍ ترسره کړې، ګڼو وګړو یې هرکلی کړی دی.
په نړیواله کچه یې هم ځکه هرکلی شوی چې د اقلیم له بدلون سره د سارايي حیواناتو- په تېره د هغو چې نسل یې د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دی- شمېر په کمېدو شوی.
په بوټان کې د طبیعت د نړیوال صندوق ملکي مدیر شیمي رینزین ویلي: "دا یوه مهمه لاسته راوړنه او ددې څرګندويي ده چې چاپېریالي نظام زښت ډېر صحي شوی دی".
د داړونکو حیواناتو په توګه پړانګان د هغه پېچلي سیستم د ساتلو لپاره اړین دي چې نړیوال طبیعت پرې ولاړ دی.
دغه ژوي د نسل د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دي. د طبیعت د نړیوال صندوق د شمېرو له مخې، په ګرده نړۍ کې د سارايي پړانګانو شمېر په تېره یوه پېړۍ کې ۹۵ سلنه راټیټ شوی دی.
لامل یې دوی ته د طبیعي استوګنځایونو له منځه تلل دي، ځکه چې انسانانو هم د دوی د استوګنې ځایونو ته مخه کړې او اقلیمي بدلون او ناقانونه قاقچاق یې هم د دوی د کوچېدو لپاره لاره هواره کړې ده.
بوټان به د هغو هېوادونو نوملړ کې شامل شي چې په تېره پېړۍ کې د پړانګانو شمېر پکې په ډېرېدو و.
په دې کې هند هم دی، چې مخکې یې ویلي وو په تېرو څلورو کلونو کې هلته ۲۰۰ پړانګان زیات شوي دي.
هممهاله پر هغو سیمو د پړانګانو د بریدونو د ډېرېدو ترهه هم ډېره شوې چې د طبیعي او چاپېریال ساتلو هڅې یې کېږي.