افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو تګ

د ویډیو تشریح، افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو ورتګ
افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو تګ
د خپرېدو وخت

افغانستان کې ځينې شمېرې ښيي چې په نسبي ډول د امنیت له ښه کېدو سره دغه هېواد ته د بهرنيو سيلانيانو د ورتګ شمېر پرله پسې زيات شوی دی.

هغه شمېرې چې طالبانو خپرې کړې، وايي تېر ۲۰۲۳ کال له ۵ زرو ډېر بهرني سيلانيان ورغلي وو.

ډېر بهرني يوټيوبران هم افغانستان ته په سيل ځي، او دغه کار نورو ته هم زړه ورکړی چې دغه جګړه ځپلی هېواد ته ولاړ شي.

خو څه د پاسه دوې اوونۍ مخکې باميانو کې پر سيلانيانو بريد چې درې تنه بهرني ګرځندويان په کې ووژل شول، افغانستان کې د ګرځندوی پر صنعت يو لوی ګوزار و.

سيد عبد الله نظامي پر افغان سيلانۍ دا راپور چمتو کړی دی.