تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا کې د یاقوت غمی په ۳۴ میلیونه ډالرو پلورل شوی
د نیویارک په لیلام کې وړاندې شوی د یاقوت یو لوی غمی په ۳۴ میلیون ډالرو وپلورل شو.
د "سوتبیز" لیلام کور چې د لیلام دا معامله یې مخته بیوله، ویلي چې یاد یاقوت ۵۵،۲۲ قیراطه وزن درلود چې پخپل ډول کې "بېجوړې" یاقوت دی.
هغه خامه ډبره چې دا یاقوت ترې جوړ شوی او توږل شوی و، وزن یې ۱۰۱ قیراطه و، چې تېر کال د موزمبیق په یوه کان کې موندل شوی و. د موزمبیق دا شمالي سیمې د یاقوت د لویو زېرمو ځای ګڼل کېږي.
دا کمیابه ده چې د پالش شوي یاقوت یوه داسې ټوټه وموندل شي چې وزن یې له پنځه قیراطه ډېر وي.
دا نادر جوهر په پرتګال کې د "سټریلا دو فیورا" یا د (فیورا ستوری) په نامه یادېږي- دا د هغه کان نوم دی چې تېر کال ترې د یاقوت دغه ټوټه استخراج شوې وه.
د "پرېس اسوسېشن" ادارې خپور شوي راپور کې ویل شوي، چې په نیویارک کې د سوتبیز د ګاڼو د نندارتون مشر کویګ برونینګ د لومړي ځل لپاره د ډبرې په لیدو هک حیران شو.
برونینګ وویل: "د دې بې ساري اندازې، صاف رنګ او د روڼتیا د نادرې درجې له امله زه فکر کوم د ریکارډ قېمت مستحق کېدای شي، دا اوس د نړۍ تر ټولو افسانوي جواهراتو کې راځي".
د "فیورا" یاقوت کان د ډیلګاډو ولایت په مونټیپیسو سیمه کې پروت دی چې په تېرو څو کلونو کې د وسله والو د بغاوت شاهده وه.
ډیلګاډو که څه هم د طبیعي زېرمو له اړخه بډایه، خو په موزمبیق کې یو له خورا بې وزلو ایالتونو دی.
شنونکي پر دې باور دي چې په دې بې وزله ولایت کې د ۲۰۱۷ کال بغاوت د دندو او کار د نشتوالي له کبله و.
د "صادق" په سیمه ییز بلاک پورې اړوند ځواکونه په ۲۰۲۱ کال کې له هغو جهادیانو سره د مبارزې لپاره ځای پر ځای شوي وو، چې په وحشیانه بریدونو مشهور وو، د دوی ځواک دومره ډېر شو چې په ولایت کې یې اصلي ښارونه هم ولکه کړل.
که څه هم سیمه ییزو ځواکونو موزمبیق کې له پوځ سره د ځینو ښارونو د واک بېرته ترلاسه کولو کې مرسته کړې او تاوتریخوالی کم شوی، خو جهادي ملېشې اوس هم په کوچنۍ کچه فعالیت کوي.