اسرائیل وايي، ښايي د غزې جګړه به د ۲۰۲۴ کال اوږدو کې هم روانه وي

    • Author, جورج رائټ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د اسرائیل پوځ وايي، دوی فکر کوي چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې به هم د غزې جګړه روانه وي. د نوي ۲۰۲۴ کال په مناسبت یوه پیغام کې د اسرائیل دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) ویاند له لوري ویل شوي د پوځیانو ځای پر ځای کولو کې ''د اوږدې جګړې لپاره چمتوالی'' په پام کې نیول شوی دی.

د دانئیل هاګاري په خبره یو شمېر ځواکونه او په ځانګړې توګه احتیاط ځواکونه به همدا روانه اونۍ د دې لپاره بیرته ارایستل کېږي، چې د راتلونکو عملیاتو لپاره له سره راټول شي.

نوموړي زیاته کړه: ''د ځای پر ځای کولو پروسه کې هوډ داسې دی، چې د ۲۰۲۴ اوږدو کې هم د جګړې دوام لپاره چمتوالی په پام کې ونیول شي.''

بل لور په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د اکتوبر له ۷مې راهیسې چې جګړه پیل شوې په غزه کې ۲۱ زره ۹۷۸ کسان وژل شوي دي.

په خپلو تازه معلوماتو کې دې چارواکو ویلي، د غزې په جګړه کې ۵۶ زره ۶۹۷ کسان ټپیان شوي دي. د عامې روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيي چې په دې کې هغه ۱۵۶ کسان هم شامل دي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

د شنبې پر ورځ د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتینیاهو وویل، ''جګړه اوج ته رسېدلې ده.''

نوموړي زیاته کړه: ''موږ په ټولو جبهو کې جګړه لرو. موږ سترې بریاوې لرو، خو یو شمېر غمجنې قضیې هم شته، بریا ته رسېدل وخت غواړي. هغسې چې د پوځ لوی درستیز ویلي، راتلونکو څو میاشتو پورې به جګړه روانه وي.''

د اسرائیل ښي اړخه سخت دریځي مالیې وزیر بیزالیل سموتریچ ویلي، فلسطینیان باید غزه د دې لپاره له غزې ووځي، چې اسرائیلیان ''سارا ګل کړي'' خو د اسرائیل حکومت رسمي دریځ بیا دا دی چې د غزې اوسېدونکي به بالاخره خپلو کورونو ته ستنېږي، خو دوی داسې څه نه دي ویل چې دا به کله او څنګه کېږي.

د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د نوي کال په داسې حال کې د راکټي بریدونو په تړاو سائرن په تل ابیب او سویلي اسرائیل کې وغږول شو، چې د اسرائیل توغندي ضد نظام له غزې توغول شوي توغندي په هوا کې له منځه یوړل.

د عزالدین القسام لوا په نامه د حماس پوځي څانګې ویلي، دواړه راکټي بریدونه دوی کړي دي.

دوی وايي، د ایم۹۰ ډوله راکټونو دا بریدونه یې د اسرائیل له لوري د ملکي خلکو ډله ییزې وژنې غبرګون په توګه کړي دي.

د غزې جګړې د تېر اکتوبر پر ۷مه له هغه وروسته زور واخیست چې حماس وسله والو پر اسرائیل برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل، چې ډېری ملکي خلک وو او ۲۴۰ نور یې د یرغمل په توګه له ځان سره غزې ته بوتلل.