فرانسوي پخوونکو د تر ټولو اوږدې بګېټ نړیوال ریکارډ مات کړ
فرانسوي پخوونکو د تر ټولو اوږدې بګېټ نړیوال ریکارډ مات کړ
د خپرېدو وخت
فرانسوي پخوونکو د یکشنبې په ورځ د پاریس په څنډه سورسنس کې د ۱۴۰،۵ متره اوږدې بګېټ په پخولو د ګېنیس نړیوال ریکارډ مات کړ.
لویه بګېټ په ۲۰۱۹ کې د ایټالیا په کومو ښار کې پخه شوې وه چې ۱۳۲،۶۲ متره وه. د بګېټ یوه برخه د فرانسې له خلکو سره شریکه او پاتې یې پر بېکوره خلکو ووېشل شوه.






