ستورمزلي په فضا کې څه خوري او څنګه؟

فضل

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

له هغې راهیسې چې ناسا یا د امریکا فضایي څيړنو مرکز د ستور مزلو لپاره نوي کالي جوړ کړل، د سفرونو په اړه یې نړیوال بحثونه را پارولې دي.

په پام کې ده دغه کالي په ۲۰۲۵م کال کې په لومړي ځل ستورمزلي واغوندي.

هغه کالي چې اوس یې د امریکا ستورمزلي اغوندي، له څه باندې څلوېښتو کالونو یعنې ۱۹۸۱م کال راهیسې نوې شوې نه دي او پخپل پخواني ډيزاین پاتې دي.

خو دا نوي جوړ شوي کالي د ښځو او سړیو لپاره ډېر راحته بلل کېږي.

نویو کالیو ته نه یوازې دا چې ستورمزلي لېواله او هیجاني دي، د خلکو په منځه کې یې هم ځينې پوښتنې پیدا کړې دي،‌ بېلګې په توګه دا چې په فضا کې خوراک او څښاک څنګه کېږي؟

د دغې پوښتنې ځواب موندلو په موخه بي بي سي له یوې متقاعدې ستورمزلې نېکول استات سره غږېدلي چې که د خلکو ځينو ساده پوښتنو ته نوموړې ځواب و وایي.

" پیتزا ته مې سخت زړه وشو"

فضا

د عکس سرچینه، Getty Images

مېرمن استات وایي، د ستورمزلې په حیث اوږدو مزلونو او د کار پر وخت یوه مهال ۱۰۰ ورځې د فضا په نړیوال فضايي مرکز کې وه او په وینا یي یوازې دومره ډوډۍ یې خوړله چې ژوندۍ پاتې شي.

نوموړې زیاتوي "په دې ټول وخت کې مې د پيتزا خوړلو فکر کاوه چې کله به یې خورم."

د ستوز مزلو خواړه باید په دوامدار شکل بدل را بدل شي او داسې خواړه وي چې له جاذبې پرته محیط سره سر خوري ځکه نو په دې خواړو کې وچه ډوډۍ یا پیتزا ته ورته خوراکونه نه وي.

نړیوال فضايي مرکز د څلور غړو په ګډون وړوکی ټیم دی چې دا ټول کسان له بېلابېلو هېوادونو دي،

استات وایي "مونږ به لکه د ښوونځي شاګردان خواړه سره شریکول او د یوه یوه مړۍ به مو د یوه بل له خوړلو خوړله."

په فضا کې بدن ته کافي اوبه ډېر اهمیت لري خو له کومه کیږي؟

ستور مزلي یوه اندازه اوبه له ځانه سره فضا ته وړي خو نورې یې هلته له ترکیبي سلولونو جوړېږي.

دا اوبه ځينو ته حیرانونکې وې خو د امریکا فضایي اداره یا ناسا ادعا لري چې دا وبه د ځمکې له اوبو چې مونږ یې هره ورځ څښو لا پاکې او ښې دي.

روغتیایي ننګونې

فضا

د عکس سرچینه، Getty Images

په فضا کې که د خوړو په اړه خبرې کېږي، د خوړو نوعیت او په خوړو کې شته غذایي موادو ته کتنه هم ګټوره ده.

یو منظم غذایي رژیم په فضا کې د مزل کونکو په سلامتیا او پایدو کې مهم رول لري او که سم نه وي د دوی په بدن ژورې اغېزې پرېباسي.

د ناسا د تغذیي متخصص اسکات سمیت وايي "په فضا کې زمونږ بدن په چټکۍ زړیږي او ځينې نښې پرېږدي د بېلګې په توګه وزن کمېږي او هډوکي سره ننوځي."

نوموړی زیاتوي "زموږ دې ته پام شوی چې ستورمزلي په مسلسل ډول خپل وزن له لاسه ورکوي، فکر کېږي یو دلیل یې دا دی چې دوی هغه اندازه خواړه چې په ځمکه یې خوري نه مومي او نه ور رسېږي."

فضا

د عکس سرچینه، Getty Images

د سمېت په وینا له دې کبله چې بله ستونزه د هډوکو سلامتیا ته ګواښ دی چې هډوکي سره ننوځي او کمېږي.

دې ته په کتو د داسې غذايي رژیم چې کاربوهایډرېټونه، پروټینونه، ویټامینونه او معدني مواد ولري، سپارښتنه کېږي او دا کار د ستور مزلو د رواني او فزیکي روغتیا لپاره خورا مهم دی.

هر ځل چې فضا یا د ستورو خوا ته توغندی توغول کېږي، د میوو او تازه سبزیو ځينې کڅوړې، فلافل او د ځمکې توتان هم لېږل کېږي.

دا میوې او سبزي په فضا کې ډېر دوام نه کوي خو له رواني اړخه د ستورمزلو پر روان مثبتې اغېزې لري.