په خیبرپښتونخوا کې بارانونو او سیلابونو کې خلکو ته مرګژوبله اوښتې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د خیبر پښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سختو بارانونو، توپاني بادونو او ناڅاپي سېلابونو له امله په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي او ۳۸ کورونو ته هم زیان اوښتی دی.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ځايي ادارې (پي ډي ایم اې) د ویاند په وینا، په مړو شویو کسانو کې دوه نارینه، درې ماشومان او یوه ښځه شامل دي.

دغه راز په ټپیانو کې اووه نارینه، یوه ښځه او ۱۱ ماشومان شامل دي.

د پي ډي اېم اې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له کبله ټولټال ۳۸ کورونه زیانمن شوي، چې له ډلې یې ۳۶ کورونو ته جزوي او دوو کورونو ته زیات زیان رسېدلی او نړېدلي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه پېښې د خیبر، کوز دیر، بر دیر، مردان، شانګلې، باجوړ او کوز چترال په سیمو کې رامنځته شوې دي.

پي ډي اېم اې ویلي چې د مرستندویه (ریسکیو ۱۱۲۲) سیمه ییزې ادارې او نورې اړوندې ادارې په ګډه د مرستندویه فعالیتونو په ترسره کولو بوختې دي او په اغېزمنو سیمو کې د ژغورنې او مرستو چارې روانې دي.

یادې ادارې د اغېزمنو سیمو چارواکو ته لارښوونه کړې چې زیانمنو کورنیو ته ژر تر ژره مرستندویه توکي ورسوي او د مرستو بهیر لا چټک کړي، چې زیانمنو شویو ته سملاسي مرسته ورسېږي.

د پي ډي اېم اې مشر له خلکو غوښتنه کړې چې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي، حساسو سیاحتي سیمو ته دې نه ځي، او د هوا د وضعیت په اړه دې د حکومت له لوري خپرې شوې خبرتیاوې او سپارښتنې په جدي توګه تعقیب کړي.

بل لور د سوات د کالام سیمې په سیف الله نومي جهیل کې له سیلانیانو ډکه کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله یې شپږ کسان مړه شوي دي. مرستندویه ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) د دغې پېښې د مرګ ژوبلې پخلی کړی دی.

د ریسکیو ۱۱۲۲ د لومړنیو معلوماتو له مخې، په کښتۍ کې سپاره سیلانیان د پنجاب ایالت اوسېدونکي وو.

د سوات مرستیال کمېشنر (ډي سي) سهیل خان د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د مړو شویو کسانو مړي ځايي ملکي روغتون ته لېږدول کېږي.

د خېبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د دې پېښې له کبله خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د احتمالي ورک شویو کسانو د موندلو تر وخته دې د لټون او ژغورنې عملیات له وقفې پرته دوام ومومي. نوموړي دغه راز په سیاحتي سیمو کې په سختۍ سره د خوندیتوب تدبیرونو او د کښتۍ چلونې د مقرراتو پلي کېدو غوښتنه کړې ده.