د بدخشان د سرو زرو کانکیندنه؛ عاید او د چاپېریال زیان
د افغانستان په شمال ختیځ کې په څړځایونو کې غواوې، پسونه او وزې د لوړو غرونو په منځ کې په ارامۍ سره څرېږي. خو په یوه نژدې دره کې، چې لسګونه کیندونکي ماشینونه د غرونو برخې راوباسي، د سرو زرو د لټون تودې سیالۍ د خلکو ژوند او طبیعي منظرې ګډوډې کړې دي.
۷۴ کلن محمد امین، چې د وزو پوونده (شپون) دی، د شیوه سیند اوبو ته په اشاره وايي: "پخوا سیند ژور و او اوبه یې پاکې وې. له هغه وخت راهیسې چې دوی د کانکیندنې فعالیتونه پیل کړي، اوبه چټلې شوې دي ... اوس د څښلو وړ نه دي، ان موږ پرې ځان هم نه شو مینځلی. "
د رسمي شمېرو له مخې، شاوخوا ۱۰،۰۰۰ کانکیندونکي د بدخشان په شیوه سیمه کې پر کان کیندنې بوخت دي. دا سیمه د ولایت له مرکز فیضاباده د یوې خرابې او ویجاړې لارې له لارې شاوخوا اوه ساعته واټن لري. دغه لاره له داسې طبیعي او وحشي سیمو تېرېږي چې پخوا به پکې یوازې سیمهییز بزګران او نیمهکوچي مالداران لیدل کېدل.
دا په افغانستان کې د کانکیندنې د هغې تودې سیالۍ یوه بېلګه ده چې په دې هېواد کې روانه ده. د طالبانو حکومت، چې له پنځو کلونو راهیسې واکمن دی او تر ډېره له نړیوالو مالي مرستو بېبرخې دی، د کانونو پراختیا خپل لومړیتوب ګرځولی دی.



