اصف درانی: ډیورنډ کرښې ته له څېرمه سیمو د افغانستان نورو ځایونو ته د پاکستاني طالبانو د لېږدېدو هرکلی کوو

د عکس سرچینه، BBhuttoZardari
د پاکستان ځانګړي استازي په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغه ګامونه ستایلي، چې په وینا یې له خپلې خاورې نه یې نورو هېوادونو ته د ترهګرۍ ګواښ د مخنیوي لپاره پیل کړي دي.
اصف علي دراني په دې لړ کې په ځانګړي ډول د طالبانو حکومت لخوا د هغه پیل شوي بهیر هرکلی کړی، چې د ده په وینا، له مخې یې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټيټيپي، غړي ډیورنډ کرښې ته له څېرمه سیمو د افغانستان نورو ځایونو ته لېږدول کېږي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وړاندې ویلي وو، چې د پاکستان د امنیتي اندېښنو له کبله یو شمېر وزیرستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته لېږدوي، خو په دې لړ کې یې د ټي ټي پي د غړو د لېږد تکل رد کړی و.
د پاکستان ځانګړې استازي آصف دراني امریکا غږ ته په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت داسې اقدامات پیل کړي چې د پاکستان هغه اندېښنې چې له بهره يې د خپل امنیت په اړه لري له منځه یوسي.
هغه د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي موضوع ته په اشارې ویلي چې دا جدي موضوع ده خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت يې د حل لپاره لاس په کار شوي.
د افغانستان نورو سیمو ته د پاکستان د طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د غړو د لېږد په اړه يې ویلي، دا داسې ګام دی چې د طالبانو حکومت اخیستی او باید منتظر شو او پایلې يې باید وګورو.
هغه زیاته کړې، که د پاکستاني طالبانو دغه لېږد ریښتیا عملي او د دوی پولې خوندي شي نو د ده په وینا مهم بدلون به وي او دوی یې هرکلی کوي.

د عکس سرچینه، BBhuttoZardari
خو ښاغلي دراني دا هم زیاته کړې چې پاکستان نور له ټيټيپي سره له خبرو ستړی شوی او یوازینۍ لاره د ده په وینا د دغو جنګیالیو تسليمېدل او قانون ته يې ځواب ویل دي.
د پاکستاني طالبانو بریدونه وروسته له هغه پام وړ ډېر شوي چې افغان طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې واک لاندې کړ.
اسلام اباد باور لري چې پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې ځای پر ځای دي.
تر دې وړاندې د پاکستان یوې امنیتي سرچینې هم رسنیو ته تایید کړې وه چې کابل او اسلام اباد ډېورنډ کرښې ته له څېرمه سیمو د افغانستان لوېدېځو سیمو ته د پاکستاني طالبانو غورځنګ د وسله والو پر لېږدولو هوکړې ته رسېدلي دي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا بیا په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو حضور رد کړی.
د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب مجاهد په دې وروستیو کې له یوې ځايي رسنۍ سره په مرکه کې د پاکستاني چارواکو دغو تورونو ته په اشاره ویلي، که پاکستاني طالبان په افغانستان کې موجود وای، نو بیا به یې د پاکستان د سترو ښارونو پر ځای پر ډېورنډ کرښه د پاکستان امنیتي سرتېرې په نښه کړي وای.
د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني دا هم ویلي چې پر کابل د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له اوو لکو ډکو افغان پناه غوښتونکي پاکستان ته ورغلي.
د هغه په وینا د دغو افغانانو له ډلې له ۱۲۰ زرو ډېر امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو ته تللي خو د پاتې نورو برخلیک لا روښانه نه دی.
له اصف دراني وړاندې محمد صادق افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی و چې تېر کال يې استعفا وکړه.






















