تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر بیزو ګانو د زور زیاتي نړیوالې شبکې وېډیوګانې؛ د حقونو یوه ډله وايي "داسې ظلم یې نه دی لیدلی"
یوې بریتانوۍ ښځې اعتراف کړی، د هغې نړیوالې شبکې برخه ده چې د ساعتېرۍ لپاره بیزوګان شکنجه کوي.
۳۷ کلنې هولي لي ګریسلي د بریتانیا له ورسټرشایر څخه په یوه انلاین ګروپ کې دا څرګندونې کړې دي. دغې ډلې په اندونیزیا کې خلکو ته پیسې ورکولې چې د کوچنیو بیزوګانو د ځورولو او وژنې ویډیوګانې جوړې کړي.
هغه د BBCI ټیم لخوا تر یوه کال اوږدو څېړونو وروسته محکومه شوه.
د بي بي سي یوه ډله د دوی تر منځ پټه شوې وه، دوی غوښتل د یوې نړیوالې "شبکې" شتون افشا کړي چې خلکو او څارویو ته زیان رسوي.
خبرداری: دا کیسه خواشینونکې برخې لري
لي ګریسلي د ورسیسټر یوې ځايي محکمه کې د انټرنیټ له لارې د کوچنیو بیزوګانو د ځورونو او شکنجې په جرم اعتراف وکړ.
هغې دا هم منلې چې په انلاین چټ ګروپونو کې یې د بیزوګانو د شکنجه کولو ۲۲ عکسونه او ۱۳۲ ویډیوګانې هم پورته (اپلوډ) کړې دي.
څارنوالانو ویلي، لي ګریسلي زیان منونکو ژویو ته د زیان رسولو لېوالتیا ښوولې او بله دا چې هغه له مېندواره مېرمنو او ماشومانو هم کرکه لري.
دغه ۳۷ کلنه مېرمن د یوې ډلې برخه وه چې د پیغام رسولو ایپ ټلیګرام کې فعاله وه. دې ډلې په اندونیزیا کې د خلکو ذهنونه جوړول، هغوی ته یې مالي مرسته برابروله او هغوی ورته د بیزوګانو د شکنجه کولو ویډیوګانې جوړولې.
په دې ګروپ کې، خلک د دودیزو شکنجو ویډیوګانو لپاره نظریات شریکوي. هغې د بیزوګانو د شکنجه کولو نوې طریقې ورته ویلې او ویډیوګانې یې ورته جوړولې. د بېلګې په توګه د بیزوګانو ژوندي سوځول، په مختلفو وسیلو یې ټپي کول او آن په مېکسر کې یې اچول او ویډیوګانې ترې جوړول.
دوی په اندونیزیا کې ویډیو جوړونکو ته پیسې لېږلې چې د دوی د تاوتریخوالي د نادرو نظرونو سره سم ویډیوګانې جوړې کړي. د دوی په غوښتنه، د کوچنیو اوږده لکۍ لرونکي ماکاک (لینګور) بیزوګان کله ناکله د ویډیو جوړولو پر مهال وژل شوي دي.
لي ګریسلي یو ځل د ډلې غړو ته د انلاین له لارې نظر ورکړ چې څنګه نوی زیږیدلی بیزو باید شکنجه شي.
لي ګریسلي په خپل جرم تر اقرار وروسته د جون پر اوومه په یوه محکمه کې محکومه شي.
یو امریکايي وګړی هم محکوم شوی
بي بي سي د مایک مک کارټني په نوم یو امریکايي وګړی هم د همدې ډلې د غړي په توګه پېژندلی دی. مک کارټني د موټرسایکل چلولو ډلې پخوانی غړی و او یوه موده یې په زندان کې هم تېره کړې ده. په ګروپ کې یې ځان د 'شکنجې پاچا' په نوم یاداوه.
لي ګریسلي په هغه وخت کې په مېډلینډز کې له خپل مور او پلار سره ژوند کاوه. هغه په ګروپ کې یو له خورا فعالو غړو وه، نو ښايي له همدې امله مک کارټني هغې ته د ګروپ مدیریت ورکړی و.
هغې ډیری وختونه مک کارټني ته له ګروپه بهر پیغامونه ورکړي. مک کارټني په دې میاشت کې په امریکا کې پر څارویو د ظلم تورونو په اړه اعتراف وکړ او اوس تر پنځو کلونو سزا سره مخ دی.
د بریتانیا د ځنګلي ژویو د جرمونو ملي څانګې مشر کیون لیکس کیلي ویلي، لي ګریسلي د نړیوال تاوتریخوالي په شبکه کې کلیدي او فعال رول لوبولی دی.
د کیلي په وینا: "زه له ٢٢ کلونو راهيسې د وحشي ژویو د جرمونو په اړه څېړنه کوم او په خواشينۍ سره باید ووايم چې دا تر ټولو لويه قضيه ده چې ما تر اوسه څېړلې او څارلې ده."
"داسې ناوړه صحنه مې نه وه لیدلې"
د ژویو د حقونو د سازمان ګډ بنسټ ایښودونکې سارا کایټ، له ژویو د ناوړه ګټې اخیستونکو په تړاو څېړنې کړې دي.
د هغې په وینا لي ګریسلي "بې له شکه د بې وزله کوچنیو بیزوګانو د ډارولو او د ځان ژغورولو لپاره د هغوی له هڅو او ځورونې خوند اخیستی."
هغه وايي: "د زیانمنونکو بیزوګانو وحشتناکه او بې رحمه شکنجه او د بې رحمۍ ژورتیا چې د دوی د وژلو لپاره یې لاره هواره کړې وه، دردونکی و، ما مخکې هېڅکله داسې څه نه و لیدلي."
په دې تړاو یوه بله بریتانوۍ مېرمن اډریانا اورم هم له دې شبکې سره د تړاو په تور د سه شنبې په ورځ د مجسټریټ محکمې ته حاضره شوه.
نړیواله شبکه
د بي بي سي له یوې څېړنې وروسته تېر کال په ټوله نړۍ کې د لږ تر لږه ۲۰ کسانو په اړه څېړنې شوي دي.
درې ګډونوال وار دمخه په امریکا کې تورن شوي دي. په دوی کې د دې ډلې مشر مک کارټني هم شامل دی.
یو بل تن یې ۴۸ کلن ډیویډ کریسټوفر نوبل دی، چې د امریکا د هوايي ځواک پخوانی افسر دی. هغه مخکې د یوې محکمې له لارې له دندې ګوښه شوی و، پداسې حال کې چې بل ۳۵ کلن نیکول ډیولبس د مک کارټني په څېر ورته تورونه لګېدلي او دواړه تر پنځو کلونو بند سره مخ دي.
بي بي سي مک کارټني او د بیزوګانو د شکنجې شبکې دوه نور مشران هم په نښه کړل. یو له دوی څخه سټیسي سټري ده چې اوس انا شوې. هغه د متحده ایالاتو د الاباما ایالت اوسېدونکې ده او په ډله کې د "سادستیک" یا ځورونکې په نوم پېژندل کېدله. د هغه تر څنګ یو بل کس هم شته چې د ښاغلي ایپ په نوم مشهور و. موږ د امنیتي دلایلو له امله تر اوسه د دوی اصلي هویت نه شو څرګندولی.
ډېره شونتیا شته چې دا دواړه به هم د خپل رول له امله تورن شي. بل خوا په اندونیزیا کې هم پولیسو دوه تنه شکمن شکنجه کوونکي نیولي دي.
اصف یادي نورالحکمه د څارویو د ځورونې او د خوندي ډولونو څارویو په پلورلو تورن شوی او په درې کاله بند محکوم شوی دی.
دغه راز یو بل تن چې نوم یې عاجز رسجانا یاد شوی هم، په اتو میاشتو بند محکوم بلل شوی دی.