د ميانمار کورنۍ جګړه او د روهينجيايانو کړاو
د ميانمار کورنۍ جګړه او د روهينجيايانو کړاو
د خپرېدو وخت
بي بي سي د داسې څه ګواهۍ او کيسې راسپړلې، چې ښايي د ميانمار کورنۍ جګړه کې د ډله يیزو وژنو تر ټولو ناوړه پېښې وبلل شي. عيني شاهدان وايي، د اګست پر ۵مه د روهينجيا مسلمانانو سلګونه ملکيان داسې حال کې بمبار شوي وو، چې د جګړې له سيمې یې د تېښتې هڅه کوله.
دا د دغې ټولنې پر وړاندې د مرګوني تاوتريخوالي تازه پېښې دي.
۲۰۱۷ کال کې هم سلګونه روانجیایان په همداسې پېښو کې وژل شوي وو.
د بي بي سي خبريالې يوګيتا لېمايي بنګله دېش کې له ټېکنافه راپور رالېږلی، خو ځینې تصویرونه پکې خواشينوونکې دي.



