نیمه پایلوبې ته د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې چمتووالی
نیمه پایلوبې ته د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې چمتووالی
د خپرېدو وخت
د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله راتلونکې چهارشنبه نیمه پایلوبه کې له هند سره مخامخېږي.
د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې لوبډلمشر وايي چې دې سیالۍ ته چمتو دي او تر راتلونکې لوبې په هغو کوچنیو تېروتنو کار کوي چې تېرو لوبو کې یې کړې وې.
دا لوبډله په دې باوري ده چې لوبغاړي یې په ښه حالت کې دي او که یو لوبغاړی ناکامېږي نو د بل لوبغاړي د ښې لوبې له امله یې پر لوبډله اغېز نه پرېوزي.
د ۱۹ کنلو لوبډلې لوبډلمشر محبوب خان نیمه پایلوبې ته د چمتوالي په تړاو بي بي سي ته غږېدلی دی.



