هرات کې پر لاریونوالو ډزې
هرات کې پر لاریونوالو ډزې
د خپرېدو وخت
هرات کې ځینو روغتیايي مرکزونو بي بي سي ته ته ویلي دي چې طالبانو خبرداری ورکړی چې د ننیو اعتراضونو ټپیان دې نه مني.
دغو سرچینو بي بي سي سره خبرو کې منلې چې طالبانو ورنه غوښتي چې ټپیان دې دولتي روغتونونو ته ولېږي.
د څو روغتیايي مرکزونو کارکوونکو زیاته کړې چې د ننیو اعتراضونو یو شمېر ټپیان وروسته له هغه د دوی له روغتونونو د طالبانو له وېرې ووتل چې دوی یې لومړنۍ درمنله او پانسمانونه وکړل.
هرات کې د تازه اعتراضونو د مړو او ټپیانو کره شمېره لا هم نه دی معلوم.



