ازهر پوهنتون کې د داخلې لپاره محصل په بایسکل له شپږو هېوادونو تېر شو

د خپرېدو وخت

یوه محصل له لوېدیځې افریقا نه په بایسکل نژدې ۴۰۰۰ کیلومتره واټن وهلی، په لارو یې د نیونې، توقیف، پوښتلو او د ګرمې سختې څپلې ګاللې دي چې د خپلې خوښې پوهنځي کې خپل شمولیت ډاډمن کړي.

مامادو سافایو باري له ګیني نه د مصر مشهور الازهر پوهنتون ته د ۲۰۲۳ مې میاشت کې په دې هیله وخوځېد چې هلته ومنل شي.

دغه ۲۵ کلن ځوان څلور میاشتې پر بایسکل پر هغو هېوادونو تېر شو چې سخت دریځو اسلامپالو او کودتاوو ویجاړ کړي دي.

ده بي بي سي ته وویل، ډېر خوشاله دی چې بالاخره قاهرې ته په رسېدو یې درسي سکالرشیپ ترلاسه کړ.‌

باري چې واده کړی او یو ماشوم لري، وايي که څه هم په ازهر پوهنتون کې د اسلامي زدکړو د کورس ویلو توان یې نه درلود، یا دا چې مصر ته سفر وکړي، خو د پوهنتون نوم او نشان دې ته اړیوست چې له فرصته په ګټه اخیستو له مالي، بورکینا فاسو، توګو،‌ بنین، نیجر او چاد څخه خپل ګران سفر پیل کړي.

ازهر په نړۍ کې د سُني اسلامي تعلیم یو له اغېزناکو مرکزونو ګڼل کېږي. همداشان دا یو لرغونی موزیم هم دی چې په ۶۷۰ میلادي کال کې تاسیس شوی.

باري له خپل کوره د "اسلامي علم زدکړې" په نیت ووت، خو په ځینو هغو هېوادونو کې چې په بایسکل پکې تېرېده، له شک او ننګونو سره مخامخ شو.

په مالي او بورکینا فاسو او نیجر کې، پر ولسي وګړو د سخت دریځو بریدونه تکراري شول او وروستیو کودتاوو سیاسي بې‌ثباتۍ ته لاره هواره کړه.

دی وايي:‌ "پر دغو هېوادونو تېرېدل او سفر کول ډېره ګرانه چاره ده؛ ځکه چې په دې موده کې د خوندیتوب احساس نه کوې".

باري وايي: "دوی ډېرې ستونزې لري او خلک ډېر وېرېدلي دي.‌ په مالي او بورکينا فاسو کې خلکو راته په دې سترګه کتل چې ګنې بد سړی یم. هر ځای مې پوځ له لویو وسلو او ګاډو سره لیده".‌

دی وايي له هېڅ معقول دلیل پرته درې ځله ونیول شو. دوه ځله بورکینا فاسو او یو ځل توګو کې.‌

خو چاد ته په رسېدو سره د باري بخت بیدار و. یوه خبریال له باري سره مرکه وکړه او کیسه یې پر انټرنېټ خپره کړه. همدا وو چې خیر غوښتونکو خلکو یې مصر ته د الوتلو لګښت برابر کړ.

په دې معنا چې دی سوډان ته- هلته چې د جګړې ډګر دی، په بایسکل ولاړ نه.

د سپتمبر پر پنځمه قاهرې ته ورسېد. هلته یې د اسلامي زدکړو له مدیرې ډاکټرې نهله الصعیدي سره وکتل او له خبرو وروسته هغې د ازهر د اسلامي زدکړو دوره کې د محصلۍ یوه څوکۍ ورته له بشپړ سکالرشیپ سره وړاندیز کړه.

باري وايي، ډېر زیات خوشاله دی چې سکالرشیپ یې وموند: "خپله خوښي نه شم درته بیانولی. خدایه شکر".‌