تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستاني طالبانو د خیبر پښتونخوا د جمرود سیمې ځانمرګي برید مسولیت ومانه
د پاکستاني طالبانو تحریک د خیبرپښتونخوا په جمرود سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د ځانمرګي برید مسولیت منلی دی.
د پنجشنبې په دغه برید کې د د پولیسو د درو افسرانو د وژل کېدو پخلی شوی دی.
ځايي مسولان وايي، برید کوونکو د خیبر ایجنسۍ د جمرود سیمې په تخته بیګ کې د پولیسو یوې پوستې ته لومړی لاسي بم وروغورځاوه او بیا یوه بریدګر هلته له ننوتلو سره په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
د طالبانو تحریک بیا په دغه برید کې د ډېرې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
د حکومت او تحریک طالبان تر منځ له اوربند او بیا له مذاکراتو ناکامېدو وروسته ټي.ټي.پي د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې بریدونو ته زور ورکړی دی.
همدې سره هممهاله د پاکستان حکومت هم د طالبانو تحریک پر ضد جدي دریځ نیولی دی.
څه موده مخکې د پاکستان د ملي امنیت کمېټې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې "له ترهګرۍ سره په خپل ټول توان مبارزه کوي او د پاکستان ملي امنیت په برخه کې هېڅ ډول خبرو اترو یا مصالحې ته اړتیا نه ویني"
د یادولو ده چې د پاکستاني طالبانو او د حکومت تر منځ په افغانستان کې د طالبانو حکومت د منځګړي په ډول ښکېل و او په پایله کې یې اوربند شوی و.
خو د خبرو له ناکامېدو وروسته په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکي په خپل هېواد کې د بریدونو د ډېرېدو په برخه کې افغانستان ته ګوته نیسي او ادعا کوي چې د ټي.ټي.پي غړي له کرښې ور اوړي او هلته بریدونه کوي.
هغه ادعا چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت بې بنسټه بللې او له دوی یې غوښتي چې له داسې "پاروونکو" او "بې اساسه" خبرو ډډه وکړي.
همدا راز یې ویلي، چا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.