تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سويلي وزیرستان کې پرلت کوونکو په ماین وژل شوی ماشوم د پوځي چوڼۍ مخې ته وړی
په پښتونخوا کې د یوه تنکي ځوان وژل کېدو یو ځل بیا ګڼ غبرګونونه پارولي.
ویل کېږي شېر علي نومي هلک چې عمر یې شاوخوا ۱۱ کاله ښودل کېږي، د وزیرستان په سراروغه سیمه کې د یوه خښ شوې ماین له کبله ژوند بایللی دی.
دا پېښه پرون شوې چې په تعقیب یې ځایي اوسیدونکو پړه د پاکستان پر پوځ اچولي او د دوی خلاف یې پرلت پیل کړی.
د سیمې اوسیدونکو د وژل شوې ماشوم جسد د حتجاج په ډول د سويلي وزیرستان په سراروغه سیمه کې د پاکستاني پوځ یوه مرکز مخې ته وړی او تور پورې کوي چې " شېرعلي د ریاست لخوا د ښخ کړل شویو ماینونو په یوه چاودنه کې ووژل شو."
د شېر علي په وژنه له سیمه ییزو ویرجنو ور ها خو نن 'سې شنبه' د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او ملګري یې هم له دې پرلت سره یو ځای شوي.
منظور پښتین ویلي "د ظالم ریاست له ظلمونو د پښتنو بچي هم ندي خوندي."
ښاغلي پښتین ادعا کړې چې " پاکستاني ریاست په دې ډالري جګړه کې بې شمیره پښتانه ماشومان په وینو سره کړل."
منظور پښتین د پرلت له سیمې د انځورونو له خپرولو سره په خپلو ټولنیزو رسنیو لیکلي "پی ټی ایم به د خپل پښتون ولس د پاره تل د ظلم او ظالم پر وړاندې مزاحمت کوي."
وړاندې هغه په اردو ژبه لیکلي "پاکستان کې د پښتنو ژوند دغسې دی."
د پښتون ژغورنې غورځنګ او ځينې نور فعالان ادعا کوې چې د عملیاتو په نامه د پاکستان پوځ د پښتنو په خاوره سلګونه زره ماینونه خښ کړي چې له کبله یې بې شمېره خلک معیوب او یا وژل شوې دي.
د پاکستان پوځ د تازه پېښې په اړه څه ندي ویلي خو پخوا یې ورته تورونه رد کړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې مشران یې هم وخت نا وخت د حکومت ضد څرګندونو له کبله ننګولي یا بندي کړي دي.
له دې ور ها خوا همدا روانه اونۍ په شمالي وزیرستان کې یو فعال ځوان عادل وزیر هم په هدفي ډول وژل شوی.
عادل وزیر د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړی هم و.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دې پېښې ته په اشارې ویلي "په وزیرستان کې د سیاسي او ټولنیزو فعالانو نسل وژنه روانه ده."
منظور پښتین ادعا کړې چې په تېرو څو کالونو کې یوازې په شمالي وزیرستان کې د پوځ د قرارګاوو او پلټنې ځایونو (چېک پوسټو) تر منځ د هدفي وژنو شاوخوا ۶۰۰ پېښې شوې دي، خو د ده په ټکو پر وړاندې یې عدالتونه، رسنۍ او پارلمان غلي دي.
د وزیرستان په سراروغه سیمه کې له پرلت ور ها خوا نن د اپرېل په ۱۸مه د باجوړ په خار بازار کې هم احتجاجي لاریون شوی.
د پښتونخوا په باجوړ کې فعالانو ویلي دا احتجاج د لادرکه کسانو د موندنې او هدفي وژنو په ضد تنظیم شوی چې که یې واکمن چارواکي غږ واوري.
دا غږونه داسې مهال پورته کېږي چې د پاکستان مرکزي کابینې تازه د ترهګرۍ خلاف د نوي جګړې د پیل اعلان کړی او ویلي یې دي د ترهګرو تر نابودولو به عملیات کوي.
خو پر وړاندې یې غبرګونونه دا دي چې پاکستان د ترهګرۍ په نامه "نور اهداف عملي کوي او ولسي خلک په نښه کوي."