پاکستان ملي امنیت شورا د سخت دریځۍ ختمولو لپاره ''هراړخیز'' عملیات تائید کړل

د خپرېدو وخت

د پاکستان ملي امنیت شورا په یوه تازه غونډه کې د سخت دریځۍ مخنیوي په پار د نویو هر اخیزو عملیاتو پیلول تائید شوي دي.

د پاکستان ملي امنیت شورا ۴۱ مه غونډه د لومړي وزیر په دفتر کې شوې، چې د کابینې وزیرانو، او پوځي مشرتابه په ګډون پکې د اړوند ادارو چاراکو برخه درلوده.

له دې غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې له پاکستانه به د ترهګرۍ له منځه وړلو تر مهاله فعالیتونه روان وساتل شي.

په اعلامیه کې ویل شوي: ''د ترهګرۍ تازه څپه له ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) سره د خواخوږۍ، بې غور او فکره پالیسۍ پایله وبلل شوه، چې له کبله یې ترهګرو ته نه یوازې د بې خنډه بېرته راتګ اجازه ورکړل شوه، بلکې د باور فضا رامنځته کولو په نامه د ټي ټي پي ځینې خطرناک ترهګر له زندانونو هم خوشي کړل شول. ''

په اعلامیه کې ویل شوي، د دې خطرناکو وسله والو او د اعلامیې په ټکو په افغانستان کې د بېلا بېلو ترهګرو سازمانونو له مرستې وروسته په هېواد کې بې ثباتي ډېره شوه، چې ''د ډېرو هڅو او قربانیو لاسته راوړنه وه. ''

په اعلامیه کې ویل دغه راز ویل شوي: د ولس او حکومت په ملګرتیا د هراړخیزو عملیاتو پیلول تائید شوي دي، چې ''له نوې جذبې او هوډ سره به هېواد له ترهګرۍ پاک کړي. ''

په اعلامیه کې زیاته شوې له پاکستانه به د ترهګرۍ ختمولو لپاره په دې عملیاتو کې سیاسي، دیپلوماتیکې، اقتصادي او ټولنیزې هڅې شاملې وي.

د پاکستاني چارواکو په وینا دې لړ کې یوه کمېټه هم جوړه شوې چې په دوو اونیو کې به د دې لپاره د تګلارې او څرنګوالي په هکله وړاندیزونه چمتو کړي.

پاکستان کې د سخت دریځو وسله والو پر ضد وروستي ځل په ۲۰۱۴ کال کې په پراخه کچه پوځي عملیات ترسره شول، چې میلیاردونه ډالره لګښت یې درلود، له کبله یې سلګونه کسان ووژل شول او تر یو میلیون پورې نور له خپل کور کلي کډوالۍ ته اړ شول.

تېر کال د پاکستاني چارواکو او پاکستاني طالبانو تر منځ د خبرو له ناکامېدو وروسته په دا وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د تاوتریخوالي پېښو شمېر زیات شوی دی.