د حماس او اسرائيلو تر منځ د جګړې درېدو څه څرک لګي؟

د ویډیو تشریح، د حماس او اسرائيلو تر منځ د جګړې درېدو څه څرک لګې؟
د حماس او اسرائيلو تر منځ د جګړې درېدو څه څرک لګي؟
د خپرېدو وخت

دا تېر اوکتوبر له هغه راهيسې چې غزه کې جګړه پيل شوې، منځني ختيځ کې ترينګلتيا په زياتېدو ده. د يمن حوثیان له نومبر راهيسې سره سمندرګي کې تېرېدونکې بېړۍ په نښه کوي، او وايي دا کار غزه کې د فلسطينيانو ملاتړ لپاره کوي.

حوثيان منځني ختيځ کې له هغو څو ملېشو دي، چې ايران یې ملاتړ کوي.

د بي بي سي منځني ختیځ چارو خبريال جېرېمي بووېن دې ته کتنه کړې، چې د دغو ټولو ترينګلتياوو منځ کې غزه کې د حماس او اسرائيلو ترمنځ د جګړې درېدو څه څرک لګېدی شي.