تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په غزه کې تر بمباریو لاندې زېږون؛ 'میندې ان د درد دوا نه لري'
- Author, یوګیتا لیمایي
- دنده, غزه کې د بي بي سي خبریاله
- د خپرېدو وخت
په لومړي ځل زېږون د نړۍ په هر ځای کې سخت وي، خو په غزه کې د میندو لپاره له خپل کړاو ور ها خوا سختو جګړو، ویجاړیو، کډوالۍ او د نشت په حساب اسانتیاوو زېږون له بیانه ډېر سخت کړی.
د اسرائیلي ځواکونو له سختو بریدونو او عملیاتو وروسته، میرمن کیفایا له خپلې کورنۍ سره داسې مهال کډوالۍ ته اړه شوې وه چې زیږون ته یې د ګوتو په شمار ورځې پاتې وې.
د شمالي غزې دا ۲۴ کلنه ښځه د خپل ځان او راتلونکي ماشوم د خوندیتوب په موخه هر ګام په درد اخیستی او تر دې چې ځان یې د غزې سوېل ته ورساوه.
"زما ماشومه د څلورو ورځو ده، خو د جګړو او سلو نورو غمونو له کبله مو لا نوم نه دی پرې ایښي."
نوموړې چې د ملګرو ملتونو په مرسته جوړ شوي یوه ښوونځي په کونج کې ناسته وه، بي بي سي ته وویل 'زه مجبوره وم چې له جګړو او بمونو یوې بلې خوا وتښتم، په داسې حال کې چې سخته ناهیلي او سرګردانه وم، مونږ نصرت کمپ ته روان شوو، زمونږ شاوخوا سختې بمبارۍ وې."
کیفایا په داسې حال کې له مونږ سره مرکه کوله، چې له کوره او روغتونه لېرې په یوه سرپناه ښوونځي کې اوسېږي او کوچنۍ نوې زېږیدلي لور یې په سره کمبله کې پټه کړې وه.
کیفایا او د هغې کورنۍ له زرګونو هغو کورنیو یوه ده، چې له شمالي غزې کډوالۍ ته اړې شوې، لکه د زرګونو نورو خلکو هغه د میندوارۍ په حالت کې څو کیلومتره داسې په پښو تللې چې په ټوله لار له بمونو او جګړو ډاره شوې.
نوموړې د خپل دغه سخت مزله په اړه بي بي سي ته وویل، "دا زما او زما د نازیږدلي ماشومې لپاره ډېر له خطره ډک حالت و، ټول وخت مې په وېره تېر کړی."
نوموړي او کورنۍ یې بالاخره په رفح کې کوېټي روغتون ته رسیدلي وو خو د دې روغتون د زیږون وارډ (څانګه) بنده وه، کیفایه بیا له دې ځایه نږدې اماراتي روغتون ته خوځیدلې وه. "دا ډېر سخت ځای او انتظار و ځکه د هغو مېرمنو شمېر خورا ډېر وو چې زیږون ته راغلې وې."
هغه وايې "د زیږون دغې څانګې ته د غزې له هرې برخې مېندواره مېرمنې راروانې وې."
'د درد ګولۍ او پراسټمول په سختۍ پیدا کېږي'
کیفایا چې د خپل سخت حالت په اړه له بي بي سي سره غږېده وايي "روغتون کې یوازې ناروغان ډېر وو نور هر څه کم و تر دې چې مونږ ته وویل شول چې که بيخي ډېره اړتیا وي یا درد بیخي شدید وي، نو په دې صورت کې د درد له دې ګولیو یوه خوړلی شئ."
د روغتیا نړیواله اداره یا (WHO) وايي په غزه کې له نیمايي ډېر روغتونونه د ویجاړیدو، ناامنیو او امکاناتو نشتوالي له کبله تړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي "شاوخوا ۵۰ زره میندواره مېرمنې له روان تاوتریخوالي اغېزمنې دي او په داسې حال کې چې ګڼ روغتونونه له کاره لوېدلي، هره ورځ د ۱۸۰ زېږونونه کېږي."
اولا ابو العلي یوه هغه بله مور ده چې دوه اوونۍ وړاندې یې ماشوم نړۍ ته راغلی.
اغلي العلي بي بي سي ته ویل "زما ماشوم اوس د دوه اوونیو دی، هغه په داسې حال کې چې جنګ روان و دلته په یوه ښوونځي کې پيدا شو."
اولا یو بل تنکی ځوان زوی هم لري او دا ټولې کورنۍ اوس د رفع نومي سیمې په هغه ښوونځي کې اوسېږي چې ملګرو ملتونو ترې اوس د جنګ ځپلو لپاره سرپناه جوړه کړې ده.
د دوه ماشومانو دا مور وايي "دواړه ماشومان مې ناروغ دي او معدې یې هم خرابې دي، هر وخت چې مې ماشوم ته شیدې ورکوم هغه یې کانګې کوي، له ځانه دوی ته ډېره زوریږم."
په غزه کې له درملو ور ها خوا د خلکو لپاره د څښاک اوبه په سختۍ موندل کېږي.
ملګرو ملتونو ویلي د غزې هر اوسېدونکی د ورځې یوازې درې لېټره اوبو ته لاس رسی لري.
اغلې اولا وايي "مونږ د څښلو اوبه او د ماشوم لپاره شیدې نه لرو، د حاجت پوره کولو لپاره تشنابونه نشته او چې کوم دي، هغوی ته باید په قطار کې ولاړ اوږد انتظار وکړو."
د روغتیا نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی چې "په غزه کې د زېږون پر مهال د میندو مړینې شمېر ښايي نور هم لوړ شي."
یادې ټولنې اندېښنه ښودلې چې په غزه کې به د روان حالت او اړینو اسانتیاوو نشتوالي له کبله د مور او ماشوم د ناروغیو او له وخته مخکې د ماشومانو د ضایع کېدو ستونره هم ډېریدای شي.