د ایر فرانس او لوفتانزا په ګډون ځینې نړیوال هوايي‌ شرکتونه د پاکستان هوايي حریم له کارولو ډډه کوي

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د الوتنو څارونکې ویبپاڼې وايي، له دې کبله چې د پهلګام له خونړي برید راوروسته د نوي‌ډیلي او اسلام اباد ترمنځ‌ کړکېچ لا په اوج کې دی، د جرمني د لوفتانزا او ایر فرانس په ګډون ګڼ شمېر نړیوالو هوايي شرکتونو د پاکستان هوايي حریم له کارولو ډډه کړې.

د رویټرز خبري اژانس په وینا ایر فرانس په یوه بیان کې ویلي، چې تر بلې خبرتیا پورې یې د پاکستان فضايي حریم نه د کارولو پرېکړه کړې ده.

دغه شرکت زیاته کړې چې له دې کبله د الوتنو د واټن او وخت اوږدېدو له کبله ډیلي، بنکاک،‌ او هو‌چي‌مېن ښارونو ته د الوتنو نوی مهالویش خپروي.

تر دې ورمخکې لوفتانزا ګروپ بي‌بي‌سي نیوز ته ویلي وو چې اوسني وضعیت ته په کتو تر نامالومې مودې د پاکستان هوایي حریم نه کاروي.‌

دا هوايي شرکت وايي، پر بدلو مسیرونو تر الوتنو وړاندې له خپلو ټولو مساپرو غواړي چې د دوی پر اپلیکېشن یا وېب‌پاڼه د الوتنو تفصیلاتو تصدیق کړي.‌

د 'فلایټ رادار ۲۴' په نوم ویب‌پاڼې په وینا چې د الوتنو مالومات تعقیبوي، د یکشنبې پر ورځ له فرانکفورت څخه نوي ډیلي ته اېل‌اېچ۷۶۰ الوتنه د معمول څخه د اوږدې لارې کارولو له امله یو ساعت ناوخته ورسېده.

د الوتنو اړوندو مالوماتو ښودلې چې برټش ایرویز، سویس انټرنیشنل ایر لاینز او امارات هوايي شرکت هم د پاکستان هوايي حریم کارولو پر ځای د عربي سمندر له لارې ډیلي ته الوتنې کړې.

د برټش ایروایز او امارات هوايي شرکت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې د اوږدو لارو کارول نه یوازې دا چې د هوايي شرکتونو د سونګ توکو لګښتونه زیاتوي، بلکې هغه عاید هم کموي چې پاکستان یې د خپل هوايي حریم له کارېدو څخه ترلاسه کوي.‌

دغه هېواد د دوی له هوایي حریمه له هرې تېرېدونکي الوتکې څو سوه ډالر اخلي.

پاکستان وایي د هند یوه څارونکې الوتکه یې څارلې ده

الوتکه

د عکس سرچینه، Pakistan Navy

د عکس تشریح، P-8I الوتکه بوینګ د هند سمندري ځواک لپاره جوړې کړې

د پاکستان له هوايي حریمه د نړیوالو الوتنو د ډډې کولو خبر داسې مهال دی، د دغه هېواد سمندري ځواک دوشنبه پر خپله رسمي اېکس پاڼه یوه ویډیو خپره او ادعا وکړه چې دوی د هند د سمندري ځواک یوه پي-۸ای څارونکي الوتکه په کلکه څاري.

د پاکستان سمندري ځواک د دې ویډیو پیل کې لومړی د P-8I الوتکې یوه پخوانی تصویر کارولی او ورپسې له اوږد واټنه یوه الوتکه ښکاري چې د پاکستان ادعا کوي د هند د سمندري ځواک څارونکې الوتکه ده.‌

د پاکستان سمندري ځواک ویلي، دا ویډیو د می میاشتې د څلورمې او پنځمې ترمنځ پر شپه اخیستل شوې ده.

نوي‌ډیلي تر اوسه دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

P-8I الوتکې بوینګ جوړې کړې دي. د دغه شرکت په ویب‌پاڼه کې د شته مالوماتو له مخې دا الوتکه د هند سمندري ځواکونو لپاره جوړه شوې او د سمندري څارنې لپاره کارول کیږي.