پر بیروت د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو دوام؛ نتنیاهو وايي عملیات به روان وي

د ویډیو تشریح، پر بیروت د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو دوام؛ نتنیاهو هوايي عملیات به روان وي
پر بیروت د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو دوام؛ نتنیاهو وايي عملیات به روان وي
د خپرېدو وخت

د اسرائيلو لومړي وزير بينيامين نتنياهو ويلي، غزه، لبنان او سيمه کې بل هر ځای بايد د دوی د پوځ عمليات تر هغه ونه درېږي، چې غليمان یې نور ورته ګواښ پېښ نه شي کړی.

هغه دا څرګندونې پر اسرائيلو د حماس د مرګونو بريدونو د لومړۍ کليزې ياد غونډو پای کې يوه ټلويزيوني وينا کې کولې.

نتنیاهو ویلي، هېواد یې غزه کې له حماس نیولې، لبنان کې د حزب الله تر ځواکمنې ملېشې پورې له ميرڅمنو سره مخامخ دی. شمال ختيځ کې یې سوریه کې هم غليمان شته او په یمن کې حوثيان دي. اسرائیل وايي د دغو ټولو دښمنانو ملاتړ یې ایران کوي.

د بي بي سي خبريال جریمي بوین جزییات لري.