تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ماینونو ضد فعالانو اوکرایین ته د ماینونو ورکولو له کبله پر امریکا نیوکې کړې
د بشري حقونو سازمانونو د امریکا متحدو ایالتونو پر هغې پرېکړې نیوکې کړې، چې اوکرایین ته یې د ځمکنیو ماینونو ورکولو په هکله کړې ده.
د بشري حقونو څار سازمان مشرې ماري ورهام له بي بي سي سره یوه مرکه کې وویل، د امریکا دا پرېکړه د هغو لپاره '' حیرانونکی او ویجاړونکی پرمختګ'' دی، چې غواړي پرسونل ضد ځمکني ماینونه په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.
د واشنګټن د دې پرېکړې لامل د روسي ځواکونو د هغه چټک پرمختګ مخه نیولو هڅه بلل کېږي، چې په دا وروستیو میاشتو کې یې د اوکرایین په ختیځ کې کړي دي.
د امریکا دفاع وزیر لوئد اسټین وايي، هغسې چې روسیې د جګړې په ډګر کې خپل تکتیک بدل کړی او د ''میخانیکي ځواکونو'' له استولو مخکې پلي پوځیان مخکې کوي، دوی هم ځکه دا پرېکړه کړې.
خو پر ځمکنیو ماینونو د بندیز نړیوال کمپاین سازمان (ای سي بي ایل) مسوولینو هم د اغلې ویرهام دریځ بدرګه کړی او د امریکا پرېکړه یې ''په خورا سختو ټکیو'' غندلې ده.
د ای سي بي ایل مشرې تامار ګابیلنیک له لوري په دې تړاو یوه اعلامیه کې ویل شوي، ''دا وحشتناکه او بې تبعیضه وسله پر ملکی خلکو او د دوی پر ژوند – ژواک د ناوړه اغېز له کبله د ۱۹۹۷ کال هوکړې له مخې ممنوع بلل شوې ده.''
دا زیاتوي، ''د دې هوکړې له مخې داسې هېڅ شرایط نه شته، چې اوکرایین د یوه هېواد او یوه لوري په حیث دا (ماینونه) ترلاسه کړي، زېرمه یې کړي او یا یې وکاروي.''
د نړیوال قانون له مخې د ځمکنیو ماینونو کارول غیر قانوني نه دي. خو له ۱۶۰ ډېرو هېوادونو پر ماینونو د بندیز یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې د ماینونو پر تولید، کارولو او زېرمه کولو بندیز ته ژمنتیا ښيي. اوکرایین له هغو هېوادونو یو دی، چې پر دې هوکړه یې لاسلیک کړی.
خو له هغه وروسته چې په ۲۰۱۴ کال کې روسیې په غیر قانوني توګه کریمیا سیمه اشغال کړه، اوکرایین د یادې هوکړې لاسلیک کوونکو ته وویل، په اشغال شویو سیمو کې به یې د دې هوکړې پلي کول ''محدود وي او تضمین یې نه شته.''
اوکرایین کې امریکا او څو نورو هېوادونو خپل سفارتونه تړلي
له اوکرایین سره د امریکا د نویو پوځي مرستو له هوکړې سره هم مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزات ویلي د یوه ګواښ له کبله کېیف کې خپل سفارت د لنډ مهال لپاره تړي.
دا له هغه وروسته چې چارواکو ویلي د یوه لوی هوايي برید خبر یې ترلاسه کړ. په کېیف کې د امریکا سفارت په اوکرایین کې له ټول امریکایانو غوښتي چې که یې د خطر زنګ واورېد نو ژر تر ژره دې له هوايي برید خوندي ځایونو ته ولاړ شي.
د واشنګټن د دغې اعلان وروسته اسپانیا، ایټالیا او یونان هم د احتمالي برید له کبله خپل سفارتونه تړلي دي.
بریتانیا خپل سفارت پرانیستی پرېښی او د بهرنیو چارو وزارت یې ویلي چې په کېیف کې حالت له نژدې څاري، د اسپانیا بهرنیو چارووزارت هم د خپل سفارت بیا خلاصېدو اعلان کړی او ویلي یې دي ''له لنډ ځنډ وروسته سفارت بېرته خپل فعالیت ته دوام ورکوي.''
د شوني برید په اړه له دغه خبر څو ساعته وروسته د اوکرایین په پلازمېنه کېیف او شاوخوا سیمو کې د حملې ګواښ له کبله د خطر زنګ هم اورېدل شوی.
مسکو وايي، اوکرایین د روسیې پر خاوره د اوږده واټن هغو توغندیو ګوزارونه کړي، چې امریکا ورکړي
د روسیې حکومت وايي، اوکرایین د روسیې په خاوره کې دننه د هغو توغندیو ګوزارونه کړي دي، چې واشنګټن ورکړي او یوه ورځ مخکې یې د دې توغندیو کارولو اجازه ورکړه.
امریکايي چارواکو هم په امریکا کې د بي بي سي همکارۍ رسنۍ سي بي اېس نیوز ته دا رپوټونه تائید کړي، چې اوکراییني ځواکونو د روسیې په خاوره کې دننه د پوځي تکتیکي توغندیز نظام (اتاکمس) ګوزارونه کړي دي.
د روسیې دفاع وزارت مسوولینو په وینا اوکرایین د پنجشنبې پر ورځ د روسیې او اوکرایین تر منځ پولې ته څېرمه بریانڅک سیمه په دې توغندیو وېشتلې ده. د روسیې دفاع وزارت مسوولین وايي، پنځه توغندي هدف ته له رسېدو مخکې په هوا کې له منځه وړل شوي او پر یوه پوځي مرکز د یوه توغندي پاتې شونو غورځېدو له کبله هلته اور لګېدلی دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر واشنګټن تور پورې کړی، چې غواړي ''د جګړې اور پراخ کړي.'' نوموړي وویل، ''دغه اتاکئمس پرلپسې د بریانڅک سیمې ته په پرلپسې ډول ویشتل شوي دي او دا بې له شکه ښيي، چې دوی (امریکا) غواړي تاوتریخوالی ډېر شي او هغسې چې پوتین بیا بیا ویلي دي، له امریکایانو پرته په عصري ټېکنالوژۍ د دې سمبال توغندیو کارول شوني نه دي.''
نوموړي زیاته کړه، ''موږ به دې ته د روسیې پر ضد د لوېدیځ د جګړې یوې نوې بڼې په نظر ګورو او همداسې به غبرګون وښیو.''
نوموړي د ریو دي ژنیرو په جي-۲۰ غونډه کې خبریالانو ته وویل، روسیه داسې فکر کوي، چې ''دا توغندي د امریکايي پوځي سلاکارانو په مرسته کارول شوي دي.''
له دې مخکې پر سې شنبې روسيې د اتومي وسلو کارولو په تړاو نوې تګلاره تائید کړه، چې له مخې به یې د دغه هېواد چارواکي د خپلو اتومي وسلو پر کارولو غور کوي.
روسیه اوس وايي، د یوه داسې هېواد له لوري برید چې اتومي وسله و نه لري، خو د اتومي وسلو لرونکي هېواد ملاتړ ورسره وي، پر روسیې شریک برید بلل کېږي.
اتاکمس څه ډول توغندي دي؟
د یادونې ده، چې اوکرایین له تېر یوه کال راهیسې د خپلې خاورې په هغو برخو کې دغه ډول توغندي کاروي، چې روسي ځواکونو لاندې کړې دي.
دغه ډول توغندي تر درې سوه کیلومترو واټن پورې هدفونه په نښه کولای شي او له منځه وړل یې ګران دي. کیېف اوس کولای شي د روسیې په خاوره کې دننه هدفونه په نښه کړي.
په دې کې د کورسک سیمه هم شامله ده، چې اوکراییني ځواکونو پکې تر ۱۰۰۰ مربع کیلومترو پورې روسۍ خاوره لاندې کړې ده.
رپوټونه وايي، کېیف او واشنګټن دواړو کې چارواکي فکر کوي، چې روسیه به دې سیمه کې ځوابي بریدونه کوي.