تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان ولسمشر د قضايي سمون لایحه بیاکتنې لپاره بېرته پارلمان ته واستوله
د پاکستان ولسمشر عارف علوي د قضايي سمون لایحه بیاکتنې لپاره بېرته پارلمان ته استولې ده.
هغه ویلي دا لایحه نیمګړې ده او د اساسي قانون د ۷۵ېمې مادې له مخې یې بیا کتنې لپاره بېرته پارلمان ته استوي.
ښاغلي علوي په دې اړه یو لړ ټویټونه کړي او لومړي وزیر شهباز شریف ته یې یو لیک هم استولی دی.
هغه لیکلي "دا لایحه محکمه کې ننګول کېدای شي."
د سترې محکمې د کړنلارو د تعدیل په دغه وړاندیز کې راغلي وو چې تر دې وروسته به ستره محکمه کې د بورډونو جوړېدو پرېکړه یوه کمېټه کوي.
د وړاندیز شوې لایحې له مخې، په دې کمېټه کې به قاضي القضات او دوه جګپوړي قاضیان شامل وي.
تر دې وړاندې ستره محکمه کې د قضايي بورډونو د تشکیل او جوړېدو صلاحیت د دې محکمې له رییس سره و.
دا لایحه داسې مهال وړاندې شوې ده چې پاکستان کې د روان سیاسي کړکېچ پای ته رسېدو لپاره د ټولو سترګې سترې محکمې ته دي.
خو د دې محکمې د قاضیانو نظرونه هم ویشلي دي.
د پاکستان واکمن اېتلاف کې شاملو ګوندونو د ولسمشر علوي دا پرېکړه غندلې خو د عمران خان تحریک انصاف ګوند یې بیا ظاهرآ ملاتړ کړی.
په دې لړ کې د پیپلز ګوند مرستیالې سناتورې شېري رحمان پر خپل ټویټر لیکلي "ولسمشر عارف علوي بیاکتنې لپاره د سترې محکمې لایحې په استولو سره ثابته کړه چې هغه د هېواد ولسمشر نه نه، بلکې اوس هم د تحریک انصاف ګوند مشر دی."
نوموړې زیاته کړې ښاغلي علوي "د پارلمان هرې پرېکړې ته د تحریک انصاف له نظره کتلي دي."
د یادونې ده چې تر دې وړاندې واکمن اېتلاف (پاکستان دېموکراتیک غورځنګ) کې د شاملو ګوندونو مشرانو د قاضي القضات عمر عطا بندیال د ګوښه کېدو غوښتنه هم کړې وه.
د مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف د ټویټر یوه پیغام کې لیکلي و چې "محکمې ولسونه له کړکېچونو باسي، نه دا چې ور ټېل وهي یې."
هغه زیاته کړې وه چې ښاغلی بندیال دې د کړکېچ لا سترولو پر ځای سملاسي استعفا وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم ویلي چې که قاضي القضات د ده په خبره ستونزې نه شي حل کولی نو واک دې بل کس ته پرېږدي.
له دې سره د تحریک انصاف ګوند یوه مشر فواد چودري وړاندیز کړی چې حکومت، اسټبلېشمېنټ او دوی درېواړه دې سره کينې او ستونزې دې د خبرو له لارې حل کړي.
هغه همدا د ستونزو د حل یوازنۍ لار بللې.