رفح کې فلسطینیان: 'چېرې ولاړ شو؟'

د ویډیو تشریح، رفح کې فلسطینیان: 'چېرې ولاړ شو؟'
رفح کې فلسطینیان: 'چېرې ولاړ شو؟'
د خپرېدو وخت

د اسرائیلو دفاع وزیر یواف ګالانت ویلي پوځ هغو سیمو ته رسېږي چې "جګړې یې لا پکې نه ده کړې، په تېره رفح ته".

د اسرائیلو هیوم ورځپانې د اسرائیلي چارواکو له خولې ویلي، د ممکنه برید له پیلولو مخکې اسرائیلي حکومت له رفح نه د غزې شمال ته د بې‌ځایه شویو خلکو د کوچولو پر چاره کار کوي.

رفح ته د غزې تړانګې د بېلابېلو سیمو بې‌ځایه شوي خلک وايي نه غواړي سیناء ته ولاړ شي او غزه پرېږدي.