هغه افغان لوبغاړي چې یو ورځنیو لوبو کې ښه ځلېدلي

د عکس سرچینه، Getty Images
یو شمېر افغان لوبغاړي په یو ورځنیو لوبو کې ښه ځلېدلي او خپله لوبډله یې ډېر ځله بریا ته هم رسولې ده.
په هغو کې ځینې دا لوبغاړي راځي:
رحمت شاه

د عکس سرچینه، Getty Images
رحمت شاه ۳۱ کلن دی چې د پکتیا په ولایت کې زېږېدلی، رحمت شاه د افغانستان لپاره ۱۱۱ یو ورځنۍ لوبې کړې دي.
رحمت شاه په خپل لوبیز ژوند کې د افغانستان لپاره ۳۷۳۰ منډې کړې دي. چې تر ټولو ډېرې یې په یوه لوبه کې ۱۱۴ منډې دي.
رحمت شاه پنځه ځله سلیزې وهلي دي. اته ویشت پنځوسیزې هم لري. ډېر کله رحمت شاه ته په یو ورځنیو لوبو کې د ملا تیر حیثیت ورکول کېږي.
دغه راز ۲۹ ځله یې توپ اچونه کړې ده چې ټولې ۱۵ وېکټې اخیستې دي. رحمت شاه په یوه لوبه کې پنځه وېکټې هم اخیستې دي. دی د افغانستان لومړنی بالر و چې په نړیوالو یو ورځنیو رسمي لوبو کې په یو ځل پنځه کسه سوځوي.
راشد خان

د عکس سرچینه، Getty Images
راشد خان هغه ځوان لوبغاړی دی، چې په نړۍ کې یو منل شوی او مخکښ ستوری بلل کېږي. تر ډېره د راشد خان په توپ اچونه تمرکز کېږي، خو په توپ وهنه کې یې هم لوبډله پرې باور کوي.
راشد خان اوسمهال ۲۵ کلن دی او په ۹۸ لوبو کې یې د افغان لوبډلې لپاره ۱۸۳ ویکټې اخیستې دي. شپږ ځله یې څلور وېکټې او څلور ځله پنځه وېکټې هم اخیستې دي. په یوه لوبه کې د ۱۸ منډو په بدل کې ده اووه ویکټې اخیستې چې د افغانستان لپاره په یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو ښه بالېنګ دی.
په توپوهنه کې هم ۸۱ ځله وار ورسېدلی چې ټولې یې ۱۳۱۶ منډې کړې دي. په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډېرې ۶۴ منډې دي.
راشد خان په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې د ملي لوبډلې کپتاني هم کړې او اوس هم د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر دی.
شهزاد محمدي

د عکس سرچینه، Getty Images
شهزاد محمدي ۳۶ کلن دی. او د افغان لوبډلې پرانیستونکی (اوپنر) لوبغاړی و.
شهزاد د افغانستان لپاره په ۸۴ یو ورځنیو لوبو کې ګډون کړی دی، چې ټولې یې ۲۷۲۷ منډې کړې دي. شهزاد محمدي هغه افغان لوبغاړی دی چې تر نورو یې ډېرې شپږ سلیزې وهلي دي. ۱۴ پنځوسیزې یې هم وهلې دي.
شهزاد په یوه لوبه کې تر ټولو ډېرې ۱۳۱ ناسوځېدلې منډې کړې دي.
حشمت شهیدي

د عکس سرچینه، Getty Images
حشمت شهیدي د افغان لوبډلې لپاره ټولې ۷۸ لوبې کړې دي او ۲۲۲۵ منډې یې جوړې کړې دي. تر ټولو ډېرې منډې یې په یوه لوبه کې ۹۷ ناسوځېدلې دي. په یو ورځنیو لوبو کې کومه سلیزه نه لري، خو ۲۱ پنځوسیزې لري. حشمت شهیدي کله کله توپ اچونه هم کوي. ده په ۲۰۱۹ نړیوال جام کې د افغان لوبډلې کپتاني کوله. اوس هم په همدې دنده بوخت دی.
ابراهیم ځدراڼ

د عکس سرچینه، Getty Images
دوه ویشت کلن ابراهیم ځدراڼ د نولس کلونو ملي لوبډلې څخه ملي لوبډلې ته لار ومونده او په لږ وخت کې یې په ملي لوبډلې کې خپل ځای وموند. ابراهیم په همدې لنډه موده کې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره ۱۴۴۰ منډې کړې دي، چې پنځه پکې سلیزې دي.
ابراهیم په ښي لاس توپوهنه کوي او تر ډېره د پیل ( اوپنر) لوبغاړی دی. تر ټولو ډېرې منډې یې په یوه لوبه کې ۱۶۲ دي. ابراهیم ځدراڼ ۷ پنځوسیزې هم په خپلې کارنامې کې لري. ده په شلو اوریزو لوبو کې د لوبډلمشرۍ دنده هم پر مخ بېولې ده.
رحمن الله ګوربز

د عکس سرچینه، Getty Images
دوه ویشت کلن رحمن الله ګوربز د افغان لوبډلې لپاره ټولې ۴۰ یو ورځنۍ لوبې کړې دي. ګوربز پرانیستونکی (اوپنر) لوبغاړی دی. نوموړي تر اوسه د ۱۴۶۷ منډو په جوړولو توانېدلی، چې شپږ پکې سلیزې او پنځه پنځوسیزې دي. دغه راز د ویکټ ساتنې دنده هم ترسره کوي.





















