د الجزيرې پر خپرونو له بندیز وروسته اسرئيلي پولیسو یې پر دفتر چاپه وهلې

د عکس سرچینه، REUTERS
اسرائیلي پوليسو په دغه هېواد کې د الجزيرې خبري شبکې پر دفتر چاپه وهلې او د راپورونو له مخې وسايل يې تر نيولې دي.
دغه چاپه وروسته له هغه وهل شوې چې د اسرائیلو کابينې د الجزيرې خبري شبکې د بندولو پرېکړه وکړه.
د دغه تلويزيون خپرونې اوس په اسرئيلو کې بندې شوې دي.
اسراییلي حکومت پر دې شبکې د حماس په ګټه د "تبلیغ کولو" تور پورې کړی دی.
خو الجزیرې دا تورونه رد کړي او د اسرائیلي حکومت دغه ګام يې غندلی او جرمي کړنه یې بللې ده. الجزیرې ویلي، چې اسرائیل په دې سره په غزه کې د روانې جګړې په اړه د ریښتیاو پټول غواړي.
د الجزیرې شبکې سیمه ییز مشر، ولید عمري، د اسرائیلو دا پرېکړه د رسنیو او خبریالانو ته خطرناکه وبلله.
تر دې وړاندې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د په يوه اعلاميه کې ویلي وو چې په سملاسي توګه يې د الجزيرې د خپرونو د بندولو پرېکړه کړې ده.
اسرائيل لا هم غزې ته د بهرنيو خبريالانو د ورتګ مخه نيسي. د الجزيرې کارکوونکي د هغو څو خبريالانو په ډله کې وو چې لا هم په غزه کې موجود وو.
اسرائیلي چارواکي له څو کلونو راهيسې په الجزيره تور لګوي چې د "اسرائيلو ضد" اړخ نيسي.
د نتنياهو حکومت د پکشنبې په ورځ په يوه بيان کې وویل چې دا پرېکړه د هغه قانون له مخې شوې جې د دغه هېواد پارلمان کې تصويب شوی دی.
د دغه قانون له مخې د اسرائیلو پارلمان حکومت ته اجازه ورکوي چې په لنډمهالي ډول هغه بهرني ټلويزيوني چينلونه بند کړي چې د غزې په جګړه کې "ملي امنيت ته ګواښ" ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د غزې جګړې له پیل راهیسې، یو شمېر اسرائیلي سیاستوالو په وار وار د الجزیرې د دفتر د تړلو غوښتنه کړې او دغه ټلویزیوني چینل یې د "حماس ملاتړی" بللی دی.
په غزه کې دجګړې له پیل راهیسې د الجزیرې یو شمېر خبریالان د اسرائیلو په بریدونو کې هم وژل شوي دي.
په دوی کې د الجزیرې شبکې خبریال او کمره مین حمزه الداوح او په غزه کې د دې شبکې د دفتر د مشر زوی هم شامل دی.
د الجزیرې ټلویزیوني شبکه اسرائیل په غزه کې د دوی د خبریالانو په نښه کولو تورن کړي خو اسرائیلو دا ډول تورونه رد کړي دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه (CPJ) او د خبریالانو نړیوال فدراسیون (IFJ) وايي، د غزې جګړه د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ جګړه ده.
د دغې جګړې له پیل راهیسې په تېرو اوو میاشتو کې تر سلو ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې ډېری یې فلسطینیان دي، وژل شوي.
د اسرائیلو پوځ وايي، هېڅکله یې په قصدي ډول خبریالان نه دي په نښه کړي او نه يې په نښه کوي.


















