تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د دوو لوریو تر منځ 'پراخو نښتو کې مرګژوبله اوښتې'
د خیبر پښتونخوا کورمې سیمې مرکز پاړه چنار او شاوخوا سیمو کې د دوو ډلو تر منځ د ځمکې پر سر وسله والې شخړې زور اخیستی.
د کوهاټ سیمه ییز پولیس وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې په سیمه کې وضعیت تاوتریخجن و او شنبې او یکشنبې تر منځ شپه د دواړو لوریو تر منځ سختې متقابلې ډزې شوې دي.
د کوهاټ پولیسو ویاند فضل نعیم په دې هکله وايي: ''اوسمهال هلته جګړه روانه ده، له دې مخکې پر یوه ګاډي د ډزو له کبله د دوو کسانو وژل کېدو او دریو نورو ټپي کېدو رپوټونه ورکړل شوي.''
ځايي خلک بیا وايي، د ځمکې ملکیت پر سر پیل شوې جګړه اوس پر فرقه ییزه شخړه بدله شوې ده. د کورمې پولیسو مرکز کې یوه چارواکي په دې هکله وویل، اوسمهال په یو شمېر سیمو کې د دوو ډلو تر منځ وسله والې نښتې روانې دي او ''پولیس او ځايي مسوولین یې د کنټرولولو کوښښ کوي.''
دغه چارواکی زیاتوي: ''د سختو نښتو پایله کې ګڼ شمېر کسانو ته د مرګژوبلې اوښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.''
ځايی چارواکي وايي، کورمې ته غځېدلې لارې تړل شوې دي، ملېشه ځواکونه د امنیت تامین لپاره ځای پر ځای شوي او له پرون راهیسې په سیمه کې مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه بند دي.
رپوټونو کې ویل شوي، د متقابلو ډزو پېښې په بلش خېلو، ښار کلی، بوشهر، ګنځ علیزی، ترې منګل، مقبلو او پاړه چنار سیمو کې رامنځته شوې دي.
ځايي خلک وايي، په کورمه کې دا شخړه د ځمکې یوې ټوټې پر سر څو میاشتې مخکې پیل شوې وه او ځینو کسانو ته مرګژوبله هم پکې اوښتې وه.
رپوټونه ښيي، وروسته د یوې جرګې د پرېکړې له مخه د متقابلو لوریو تر منځ ډزبندي هم وشوه، خو وروسته دې شخړې فرقه ییزه بڼه خپله کړه او تاوتریخوالی ډېر شو.
کورمه سیمه د فرقه ییزو شخړو یوه اوږده مخینه لري، چې د ۱۹۶۱، ۱۹۷۱، ۱۹۸۷، ۱۹۹۶ او ۲۰۰۷ هغه یې خورا خونړۍ وې.
د ۲۰۰۷ هغه بیا تر ټولو اوږدمهاله وې، چې ان تر ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ پورې یې دوام وکړ. په تېر کې د دې سیمې دا ډول شخړې د سر او مال له درانه زیانه وروسته معمولاً د جرګو، مرکو له لارې پای ته رسېدلې.