خیبر پښتونخوا؛ د هنګو پولیسو مرکز په جومات کې ځانمرګی برید شوی

د خپرېدو وخت

د خیبر پښتونخوا هنګو سیمې پولیسو مرکز په یوه جومات کې د ځانمرګي برید له کبله څلور کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د هنګو دوآبه پولیسو مرکز مشر شابراز خان وايي، برید د جمعې له لمانځه مخکې داسې حال وشو چې ملا امام د خطبه ویله. نوموړی وايي، د برید پر مهال جومات کې له ۳۰ تر ۴۰ پورې کسان ناست وو.

د هنګو سیمې ډپټي کمشنر فضل اکبر خان وايي، دوو ځانمرګو بریدګرو پر پولیسو مرکز د برید هڅه وکړه، لومړي بریدګر د مرکز بهر په ځان پورې تړلي باروت وچوول چې د چاودنې له کبله د مرکز په جومات کې ناست ډېری خلک بهر ته ووتل او له همدې کبله د دویمې چاودنې له کبله د سر زیان شمېر کم شوی.

د دویمې چاودنې له کبله چې په جومات کې دننه شوې، د جومات چت نړېدلی او یو شمېر کسان ترې لاندې شوي چې د ژغورنې لپاره یې مرستندویان د پېښې ځای ته استول شوي دي.

فضل اکبر خان زیاتوي مرستندویانو د جومات له نړېدلې ودانۍ څلور مړي او ۱۲ ټپیان راایستلي دي. د خیبر پښتونخوا اطلاعاتو موقت وزیر فیروز حمال شاه کاکاخېل بیا وايي، د پولیسو مرکز ته په یوه ګاډي کې د دواړو ځانمرګو بریدګرو له رسېدو سره سم یو بریدګر د پولیسو په ډزو کې له مرکزه بهر ووژل شو.

ښاغلی کاکاخېل وايي، په متقابلو ډزو کې دوه پولیس سرتېري ټپیان شوي، خو د ډزو غږونو له اورېدو وروسته ډېری لمونځ کوونکي له جوماته بهر ته وتلي وو او له همدې کبله د سر زیان کم شوی دی. د نوموړي په وینا له دواړو بریدګرو یو جومات ته ننوتی او هلته یې په ځان پورې تړليو باروتو ته چاودنه ورکړې.

که څه هم تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي، ټي، پي) ویلي د دوآبې جومات او د بلوچستان په مستونګ کې چاودنې په دوی پورې تړاو نه لري.

ټي، ټي، پي د جمعې پر ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، د هنګو، دوآبې او مستونګ مذهبي مراسمو چاودنې خواشینونکې دي او دوی دا دواړه پېښې په سختو ټکیو غندي.

د ټي، ټي، پي په اعلامیه کې ویل شوي، چې جوماتونه، مدرسې، ښوونځي او ولسي غونډې د دوی په هدفونو کې شامل نه دي او دوی له دې دواړو چاودنو سره هېڅ تعلق نه لري.